1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مرستندويه ټولني: په افغانستان کي به د نړيوالو ځواکونو په ډيريدو سره د ملکي و ګړو تلفات هم زيات سي

۱۳۸۸ فروردین ۱۴, جمعه

په افغانستان کي د يولسو غيري دولتي سازمانونو له خوا د ناټو د مشرانو غونډي ته چي نن به ددوو ورځو له پاره په شتراسبورګ، کهل او بادن بادن کي روانه ده، یو لیک استول سوی چي د ملکي وکړو د امنيت ساتني ته زياته پاملرنه وشي...

https://p.dw.com/p/HPc8
د ناټو تړون د غړو هيوادونو مشران
د ناټو تړون د غړو هيوادونو مشرانانځور: AP

په افغانستان کي د لانجې دسختيدلو او دلمن په پراخيدلو سره دملکي وګړو ستونزي هم زیاتي سوي ، او څنګه چي د ملګرو ملتونو په یوه احصايوي رپوټ کي ويل شوي دي، په 2008 ميلادي کال کي دملکي وګړو تلفات د 2100 نه هم اوښتي، چي علت يي په سلو کي 55 په پوځي عملیاتو پوري تړلي. په 2008 ميلادي کا ل کي څه نه څه 552 ملکي وګړي د نړيوال پوځي ځواکونو د هوايي عملیاتو په بهير کي تلف شوي، چي د 2007 ميلادي کال په پرتله په سلو کي 72 په دغه تلفاتوکي زیاتوالی ليدل کیږي.

نړيوال پوځي ځواکونو په افغانستان کي په څارونکو عملیاتو او دکورونو په لټولوکي ونډه اخيسي او یا ددغه عملیاتو ملاتړ يي کړی چي ددغه عملیاتو په وخت کي د زور زياتيو څخه کار اخيستل شوی انسانان تلف شوي، زوریدلې، ددوي شته منیواو کښتونو ته تاوانونه رسيدلي او په دغه بهير کي ښځي او ماشومان هم زوریدلي او کړېدلي دي. چي ددغه راز پيښو په نتیجه کي دابه طبيعي خبره وي چي عامه افکاربه د بهرنيو ځواکونو پر ضد راپاریږي او نور به خلک پر دوی باندي دا اعتماد نه کوي چي دوی دغه هيواد ته دسولي او ثبات دساتني له پاره راغلي دي.

په افغانستان کي د11 غيري دولتي مرستنديو سازمانونو په ليک کي ددې ګواښ شوی چي په افغانستان کي به د نړيوال پو ځي ځواکونو په زیاتولو سره دجګړو لمن هم پر اختيتا پيدا کړي او د جګړو د پراخيدلو په صورت کي بيا هم دملکي وګړو دتلفاتو په شمېر کي زیاتوالی راشي.

غيري دو لتي مرستندويه ټولني پخپل ګډ ليک کي د ناټو د مشرانو څخه دا غوښتنه کړې چي دوی بايد د افغانستان له پاره په رښتيانۍ توګه داسي يوه بشپړه ستراتيژي وړاندي کړي چي د اوږدې مودې په رڼا کي په دغه هيواد کي د بيارغاوني، پرمختيااو اقتصادي ودي په تر سره کولوسره سوله او ثبات راشي.

په افغانستان کي د 11 غيري دولتي مرستندیو ټولنو استازیMatt Waldmann وايي، چي تر هر څه لومړی دا ضروري خبره ده چي په افغانستان کي نړیوال ځواکونه بايد هڅه وکړي چي د دوی دځمکنيو او هوايي عملیاتو په وخت کي د ملکي وګړو دتلفاتو مخنوی وشي.

د ناټو ددفاعي تړون د 60 کاليزي د مراسمو په دوه ورځنيو خبرو کي به په افغانستان کي د ناټو پوځي عملیات يوه اساسي او مهمه موضوع وي. په روان وخت کي د ناټو تر قوماندې لاندي 62000 عسکر د نړيوال سوله ساتي ځواکو تر نامه لاندي عمليات کوي. امریکایانو هم اعلام کړی چي په همدې روان ميلادي کال کي به خپل 21000 نور عسکر افغانستان ته واستوي. خو د اوروپايي ټولني ستر ډيپلوماټ خاوير سولانا ويلي چي اوروپايان به نور عسکر افغانستان ته وانه ستوي.

Agenturen/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل