1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مدیترانه د مهاجرو په ادیره بدل شوی

آژانسونه/ عبدالباري حکيم۱۳۹۴ فروردین ۲۸, جمعه

د سه شنبه په ورځ په مدیترانه کې د نزدې۴۰۰ کډوالو تر ډوبېدو وروسته پرون بیا۴۰ مهاجر ډوب شول. دوی هڅه کوله چې په یوه پلاستيکي کښتۍ کې له لیبیا څخه ایټالیا ته ځانونه ورسوي.

https://p.dw.com/p/1F9qy
انځور: picture-alliance/dpa/F. Lannino -S. Gabriele

د مهاجرو له پاره نړیوال سازمان (IOM) د وینا له مخې په دغه وروستۍ پیښه کې یوازي څلور تنه ژوندي پاته شوي دی.

د ایټالیا خبري آژانس «انسا» د رپوټ له مخې دغو کډوالو چې له لیبیا څخه یې په يوه پلاستيکي کښتۍ کې خپل سفر پیل کړی وو، دغه کښتۍ په ميدترانې درياب کې په ناڅاپي توگه له کنتروله وتلې ده. وروسته بيا یوې څرخۍ الوتکي د کښتۍ ټوټې وموندلې او د ژغورني عملې ته يې خبر ورکړ.

د څلور تنو ژوندي پاته شوو مهاجرو د وینا له مخي د هغوی کښتۍ چې ټول ۴۵ کسان پکښې سپاره ول، مخکې له دې چې د ژغورني عمله راورسیږي، ډوبه شوې وه. د پنجشنبې په ورځ په ټولیزه توگه۵۰۰ مهاجر د ایټالیا د دريابي ځواکونو له خوا ونیول شول.

د اروپايي اتحادېې پارلمان رئیس مارتین شولتڅ له اروپايي دولتونو څخه وغوښتل چې د کډوالو د ترانیزت هیوادونو، لکه لیبیا سره باید زیاتي مالي مرستي وشي.

د آلمان د سوسیال دیموکرات گوند دغه سیاستوال وویل: «لیبیا د ړنگیدو په حال کې یو دولت دی، هلته خلک د یوې اقتصادي او ټولنیزي راتلونکي له پاره خپله هیله له لاسه ورکړې ده.»

د سه شنبې د ورځي ناورين

د سه شنبه په ورځ هم د مهاجرو یوه کښتۍ چې نزدې۵۵۰ انسانان پکښې سپاره ول په مدیترانه کې ‌ډوبه شوه. د کډوالو چارو له پاره د ملگرو ملتو د عالي کمیسارۍ ویاند، ولیام شپندلر وویل: «د هغو پناه وړونکو د وينا له مخي چې د ایټالیا د ساحلي ساتونکو له خوا ژغورل شوی دي، په هغه کوچينۍ کښتۍ کې چې له لیبیا څخه ایټالیا ته روان وه،۵۵۰ تنه سپاره ول.»

د پناه وړنکو د ویناوو له مخې دغه کښتۍ هغه وخت چپه شوه چې یوه تجارتي کښتۍ د ایټالوي چارواکو په غوښتنه د دوی د ژغورلو په لور حرکت وکړ. کله چې تجارتي کښتۍ د مهاجرو کښتۍ ته ور نژدې کيږي هغوی له خوشحالی چې اوس نو ژغورل کیږي، د کښتۍ یوې څنډې ته ور ټوليږي او په دې وخت کې کښتۍ یوې خواته کږېږي او دغه غمیزه رامنځ ته کيږي.