«د بشري حقونو ناقضین باید واک ته ونه رسیږي»
۱۳۹۲ اردیبهشت ۴, چهارشنبهد افغانستان له شلو څخه ډیرو مدني سازمانونو د چهارشنبې په ورځ د ټاکنو په اړه یوه اعلامیه خپره کړه. هغوی په دې اعلامیه کې د شفافه ټاکنو پر ترسره کیدو باندې ټینګار وکړ او ویې ویل چې د بشري حقونو په تر پښو لاندې کولو باندې تورن کسان باید په دغو ټاکنو کې ګټونکي نه شي.
دغو سازمانونو همداراز وویل چې په دولتي سازمانونو کې د بشري حقونو په تر پښو لاندې کولو باندې د تورنو کسانو شتون د دې لامل شوی دی چې په افغانستان کې دموکراسي پیاوړې نه شي.
د مدني ټولنې یوه فعال رحیم جامي، چې دغه اعلامیه یې ویله، وویل: «د افغانستان خلک په جدي توګه د دې مخالف دي چې د بشري حقونو په تر پښو لاندې کولو باندې تورن کسان د ټاکنو له لارې واک تر لاسه کړي.»
د افغانستان په دیرش کلنې جګړې کې ډیر شمیر کسان ښکیل ول خو لا تر اوسه پورې د هغوی له ډلې څخه هیڅ یو یې هم په رسمي ډول د محکمې له خوا په دې تور نه دي محاکمه شوی. له دې کبله نو په ټاکنو کې د هغوی د نوماندي پر وړاندې کوم قانوني خنډ موجود نه دی. په وروستیو کې افغان ولسمشر حامد کرزي، ویلي وو چې د طالبانو د ډلې مشر ملا عمر، هم کولای شي د افغانستان په ټاکنو کې ګډون وکړي.
د مدني ټولنې سازمانونه وایي کله چې خلک د بشري حقونو په تر پښو لاندې کولو باندې تورن کسان په واک کې ویني، نو پر دولت باندې د هغوی اعتبار هم له منځه ځي. په افغانستان کې د مدني ټولنې د مجتمع رئیس عزیر رفیعي، وویل: «زموږ باور دا دی چې د عدالت د پلې کیدو غوښتنه د افغانستان د خلکو غوښتنه ده او یوازې د مدني ټولنې غوښتنه نه ده. دغه غوښتنه باید په افغانستان کې په سیاسي سطح هم مطرح شي.»
«د دموکراسي پر وړاندې خنډ»
د مدني ټولنې د سازمانونو په حواله په دولتي ادارې کې د بشري حقونو په تر پښو لاندې کولو باندې د تورنو کسانو شتون په افغانستان کې د اداري فساد، تاوتریخوالي او ناامني د زیاتیدو لامل کیږي.
د افغانستان مدني ټولنې همداراز ټینگار وکړي چې د «شخړې د انځورولو رپوټ» باید خپور شي ترڅو ټول افغان په دې پوه شي چې کوم وگړي د بشري حقونو په تر پښو لاندې کولو باندې تورن دي. دغه رپوټ د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون له خوا جوړ شوی دی چې په کې په افغانستان کې د بشري حقونو د تر پښو لاندې کولو پېښې له قربانیانو سره د مرکو په ترڅ کې انځور شوې دي.
د مدني سازمانونو په اعلامیه کې راغلي دي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون باید خپلې دندې په شفاف ډول پر مخ بوځي. دې سازمانونو همداراز له افغانانو څخه غوښتي دي چې په ټاکنو کې گډون وکړي.