مدافع وکيلان د کندوس د هوايي بمباريو جبران خساره غواړي
۱۳۸۸ آذر ۹, دوشنبهاوس مدافع وکيلانو د قربانيانو او ژوندي پاته سوو کسانو نوی تعداد ښوولی دی ، چه څونه ملکي خلګ په هغو هوايي بمباريو کښي چه د آلماني پوځ په امر سوې وې ، وژل سوي دي . د هغه په اړه دوروستيو معلوماتو په باب په مشکل سره قضاوت کيدلای سي .
د جرمني ددفاع وزارت تر اوسه پوري نهايتأ د 142 قربانيانو يادونه کړېده ، چه په هغه کښي طالبان هم شامل وه .
د بريمن څخه مدافع وکيل کريم پوپل اوس د 179 ملکي قربانيانو څخه خبري کوي . دی وايي،
« ددغو قربانيانو د جملې څخه يې 20تنه ټپيان سوي دي . کله چه زه د 179قربانيانو څخه خبري کوم ، نو دا ټول ملکي خلګ دي ، او په هغو کښي يو طالب هم نسته . 22 نفره کاملأ ورک دي . د قربانيانو دغه تعداد د افغانستان دپارلمان او ولايتي شورا لخوا تاييد سوی دی . »
د مدافع وکيلانو د معلوماتو پر اساس په دغه هوايي بمباريو کښي فقط 5 طالبان وژل سوي وه . مدافع وکيلان دا هم وايي چه ملکي خلګو ته د هوايي بمباريو دمخه خبرداری هم نه ؤ ورکول سوی . د تيلو پر دوو ټانکرونوباندي يو واري تر 1000 کسانو پوري هم راټول سوي وه .
مدافع وکيلانو دغه ارقام د محل د تحقيقاتو پر بنأ کړي دي ، اووايي چه دوی د قربانيانو او د هغو د پاته سوو کسانو نمايندګي کوي .
دوی په خپل مطبوعاتي کنفرانس کښي د قربانيانو دپاته سوو کسانو د سرنوشت په باب هم خبري وکړې، اوويې ويل چه ددغي پيښي له کبله 160 کوچنيان يتيمان او 90 ښځي کونډياني سوي دي ، او خپل مړونه يې د لاسه ورکړي دي ، او پدې وسيله نفقه هم .
مدافع وکيلان اوس د جبران خسارې خبري کوي .
په عين حال کښي دوی د جرمني ددفاع پر وزارت هم انتقاد کړی دی چه ددوی تماس نيولو ته يې هيڅ جواب ندی ورکړی . د فرانکفورت څخه مدافع وکيل اوليور والاش وايي ،
«او دا مهمه ده چه بيان سي ، موږ هيله لرو چه اوس نو بايد د قربانيانو يا د هغو د وکيلانوسره خبري وسي ، خصوصأ د جبران خسارې په باب . موږ په کندوس کښي د يوې انساني فاجعې سره مخامخ يو . »
مدافع وکيلانو ليکن مشخصي غوښتني طرح نکړې . دوی پر دې حساب کوي چه په دوو راتلونکو هفتو کښي به دوی ته جواب ورکول سي ، د ضرورت په صورت کښي به دوی محکمې ته هم مراجعه وکي .
مدافع وکيلان د يوه وجهي صندوق د جوړيدو غوښتنه کوي ، چه د هغه څخه قربانيانواو د هغو پاته سوو کسانو ته د ضرورت سره سم پيسې ورکول سي ، او کومک ورسره سي .
جان ګارويرت/
کتونکی : محمد قاسم نوري