مخکښ نوماندان: کمیسیونونه دې بې طرفه پاتې شي
۱۳۹۳ اردیبهشت ۷, یکشنبهد ولسمشریزو ټاکنو دوو مخکښو نوماندانو ډاکټر عبدالله عبدالله، او اشرف غني احمدزي، د یکشنبې په ورځ په کابل کې په جلا جلا خبري غونډو کې گډون وکړ او د ابتدایي پایلو په اړه یې خپل نظر څرگند کړ.
ښاغلي عبدالله، په خپلو څرگندونو کې پر دې خبره ټینگار وکړ چې په هغه صورت کې چې د رایې ورکولو په مرکزونو کې کافي رای پاڼې موجودې وای، دویم پړاو ته د تگ اړتیا نه وه. هغه په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې د ټاکنو پایلې په هغه صورت کې مني چې ټاکنیز بهیر په قانوني شکل پر مخ ولاړ شي: «موږ د اعتراض، مخالفت او شکایت له پاره خپل حق محفوظ گڼو، خو پروسه باید دوام وکړي او دغه پروسه باید په شفافه توگه سر ته ورسیږي.» هغه یادونه وکړه چې موږ د ټاکنو هغه یوه نتیجه منو، چې له یوې قانوني پروسې څخه په سمه توگه تیره شوي وي.
خو اشرف غنی احمدزي، په یوه بل خبري کنفرانس کې وویل چې د ټاکنو دویم پړاو ته د تلو له پاره چمتو دی. هغه په خپلو کې وویل چې هیڅ نوماند باید پر دې خبره ټینگار و نه کړي، چې په لومړنۍ دوره کې گټونکی دی: «شکایتونو ته د رسیدگۍ په صورت کې، کیدالای شوای د دوو مخکښو نوماندانو تر منځ فاصله په مراتبو کمه وای، خو آن اعلان شوي ارقام ښيي چې د ټاکنو لومړنۍ دوره گټونکی نه لري. پر دې خبره ټینگار کول چې د ټاکنو لومړنۍ دوره گټونکی لري، قانون تر پښو لاندې کول دي.»
دواړو مخکښو نوماندانو د ټاکنو له کمیسیون څخه وغوښتل چې د رایې ورکولو په ورځ د رای پاڼو د کمیدو په اړه سپیناوی وکړي.
د ثبات ساتلو پر سر ټینگار
داسې انديښنې موجودې دي که چیرې د ټاکنو پایلې د نوماندانو له لوري و نه منل شي، نو ښایي د دواړو نوماندانو پلویان تشدد ته مخه کړي، خو ډاکټر عبدالله عبدالله، ویل چې د انتخاباتو پر قانوني بهیر باور لري او د قانوني بهیر له مخې چې کومه نتیجه تر لاسه کړي، د هغه له پاره د منلو وړ ده.
ښاغلي عبدالله، وویل چې پلویان به یې تاوتریخوالي ته مخه نه کړي: «مسئله زموږ یا د بل چا د پلویانو نه ده. ټاکنې باید په هره مرحله کې د مخ پر وړاندې پر لور یو گام وي. داسې یو گام وي چې افغانستان د ثبات، قانونمندۍ او د اصلاحاتو پر لور وخوځوي.»
اشرف غنی احمدزي هم له خپلو پلویانو مننه وکړه او ویې ویل چې ټولو په ملي او دیموکراتیکه پروسه کې ونډه درلوده: «موږ ټولو دلته په یوه ملي پروسه کې ونډه درلوده. انتخاباتي رقابت نه سیاسي دښمني ده او نه خدای ناکرده شخصي دښمني.»
په عین حال کې د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون ویلي دي چې نوماندان د باطلو شویو رایو په اړه د نن ماښام تر اوو بجو پورې وخت لري چې خپل شکایتونه ثبت کړي.
دغه کمیسیون وایي چې د سه شنبې په ورځ به د بې اعتباره شوو رایو په هکله موجودو شکایتونو ته په علنۍ توگه رسیدگي وکړي.
د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون ویاند نادر محسني، د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل چې کاندیدان دې په اړه د کمیسیون څخه مخکې توب نه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ډاکټر عبدالله ټاکنیز ټیم ویلي دي چې د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون، بې طرفه نه دی.