محکمې د ۲۴ عراقیانو د قتل مسئول په بند محکوم نه کړ
۱۳۹۰ بهمن ۵, چهارشنبهد سه شنبې په ورځ د کلفورنیا په ایالت کي یوې پوځي محکمې خرد ضابط(بريد گی) فرانک وتریچ ته له خپلو وظیفوي مسئولیتونو څخه د سرغړوني په تور د ۹۰ ورځو بند سزا واوروله. خو دغه سرتیری به د ځینو قانوني دلایلو له کبله دغه موده په زندان کي تیره نه کړي.
وتریچ د دوشنبې په ورځ په یوه پوځي محکمه کی د خپلو ملگرو په واسطه په ۲۰۰۵ کال کي د ۲۴ کسانو په وژلو اعتراف وکړ. تر دغه اعتراف وروسته محکمي هغه له خپلو وظیفوي مکلفیتونو څخه په سرغړونه تورن کړ. پر دغه امریکایي سرتیري د قتل تور نه دئ لگول شوی. د هغه د ډلي پر هیڅ یوه غړي هم د قتل تور نه دئ لگول شوی.
اوس په دوهمه محکمه کي وتریچ ته د درو میاشتو سزا ورکول کیدای شي. خو محکمې په خپله فیصله کي یوازي د هغه رتبه راټیټه کړه. د هغه د جزا د راټیټولو دلیل دا دئ چي محکمي ویلي دي چي باید دغه سرتیری باید خپل ماشوم وروزي. د دې سرتیري له پاره کومه مالي سزا هم نه ده ټاکل شوې.
وتریچ د ۲۰۰۵ کال په نومبر میاشت کي په عراق کي د سمندري ځواکونو د یوې ډلي مشري کوله. کله چي د ده د ډلي یو غړی په یوه چاودنه کي ووژل شو نو دی له خپلي ډلي سره د حدیثې ښار ته ولاړ او د درو ساعتونو په ترڅ کي ئې ۲۴ کسان ووژل. دغه امریکایي سرتیري په دغو درو ساعتونو کي د ملکي کسانو کورونو ته ولاړل او آن چي ښځي او ماشومان ئې هم ووژل.
د پیښې د قربانیانو وکیل او د حدیثه ښار د محلي شورا غړي خالد سلمان، د متحده ایالاتو د محکمې دغه حکم پر انسانیت برید بللی دئ. د دغه ښار اوسیدونکو او د پیښي قربانیانو د دغه حکم په وړاندي خپل اعتراضونه ښوولي دي.
د تیر کال په ډسمبر میاشته کي له عراق څخه وروستی امریکایي سرتیری هم امریکا ته ستون شو. امریکایي سرتیرو و نه شو کولای چی نور په عراق کي پاته شي ځکه چي د عراق دولت نور هغوی ته قانون څخه مصئونیت نه ورکاوه.
مسعود جهش (د فرانسي خبري آژانس)
کتونکی: نجیب الله زیارمل