محکمه: نوازشریف خپل کار ته دوام ورکولای شي
۱۳۹۶ فروردین ۳۱, پنجشنبهسترې محکمې د تیر کال په وروستیو میاشتو کې تر هغه وروسته له هیواد څخه بهر د نوازشریف د کورنۍ د دارايي ګانو په اړه څیړنې پیل کړي چې د پاکستان اپوزیسیون د اقدام په نه صورت کې د مظاهرو ګواښ وکړ.
د پاکستان اپوزیسیون پر نوازشریف باندې تور لګوي چې د هغو عواید په تشریح کولو کې پاتې راغلی دی چې په وينا يې له هیواد څخه بهر د ده د ماشومانو په نوم له جوړ شویو شرکتونو څخه هغه ته رسیږي.
شریف او کورنۍ کې ټینګار کړی دی چې د قانون ضد کوم کار یې نه دی کړی.
د محکمې په فيصله کي راغلي چي په راتلونکې اونۍ کي بايد يوه مشترکه تحقيقاتي ډله جوړه سي چي د دوو مياشتو دننه بايد خپلې څېړنې بشپړه کړي. د محکمې د دغي فيصلې له مخي په ياده مشترکه څېړنيزه او پلټونکې ډله کي به د پاکستان د استخباراتي ادارو آی اېس آی چارواکي هم ګډون ولري.
د پرېکړي له مخي د پلټونکې ډلې دنده به دا هم وي چي د دې معلومات تر لاسه کړي چي د شريف کورنۍ و قطر ته څنګه پيسې انتقال کړي. د دغې پرېکړي له مخي بايد د لومړي وزير نواز شريف او د هغه د دوو زامنو څخه بايد تحقيقات وسي.
د پاکستان د يادي محکمې د پرېکړي وروسته د نوازشريف د حکومتي ګوند مسلم ليګ سياستوالو د خوښۍ غبرګونونه ښودلي دي. په دې ترڅ کي د پاکستان و لومړي وزير ته د خپل ګوند د ملګرو سياستوالو د مبارکيو لېږلو لړۍ پېل سوې ده.