1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

محمود عباس : موږ پر سوله باندي عقيده لرو

۱۳۸۸ بهمن ۱۳, سه‌شنبه

که څه هم دفلسطينيانو دخپلواکه ادارې مشر محمود عباس د جرمني د برلين په ښارکي داسي ونه ويل، خو بيا هم داکومه پټه خبره نده چي دی دنژدې ختيځ دسولي خبري اتري په يوه راکدحالت کي ويني

https://p.dw.com/p/LpJZ
محمود عباس او انګيلا ميرکل
محمود عباس او انګيلا ميرکلانځور: AP

له يوو کاله راهيسي دفلسطينيانواود اسراييلو ترمنځ خبري اتري په ټپه ولاړي دي، اوهغه هيله چي فلسطينيانو دامريکا دمتحده ايالتونو له جمهورريس بارک اوباما څخه درلوده ،ترسره نشوه. اودنژدې ختيځ لپاره داوباما ځانګړي استازي جورج ميچل هم پردي بريالی نشو چي دنژدې ختيځ دا ډيري کلکي جبهي لږ څه نرمي کړي . پدې ډول اوس عباس يوازي دراتلونکو خبرو اترو لپاره لږه هيله درلو دلای شي .

دی وايي:

«مونږ نه غواړو چي وسلو ته لاس وراوږد کړو ،مونږ له زور زياتي څخه ډکي انتفاضا طرفداره نه يو.مونږ پر سوله باندي عقيده لرو . که اسراييل ديوو معلوم وخت لپاره دفلسطينيانوپه سيموکي يهودوته دکورونو جوړول ودروي اوديته چمتو وي چي اساساتو ته بيرته ورستون شي ،هغه وخت مونږ له دوی سره خبرو کولوته چمتو کيږو .»

فلسطينيان غواړي چي اسراييل په روډمپ کي ټاکل شوي تګ لاري څخه پيروي وکړي او په ختيځ بيت ا لمقدس او لويديز اردن کي اسراييليانوته دنويو کورونو جوړول ودروي . هغه وخت بيا دوي دخبرو اترو ميزته بيرته ستنيږي .اوس عباس دامريکا دمتحده ايالتونودځانګړي استاذي جورج ميچل په يوو وړاندييز باندي غور کوي. چي وايي

لمړي دي په ټيټه کچه لمړنۍ خبري پيل شي لمړۍ وزيره مرکل هم پدي طرزعمل کي يو امکان ويني او وايي:

ددي لپاره چي دمخامخو خبرو اتروپه پيل کي د دريزونو سموالي څرګند شي، او مونږ په خبرو اترو کي وړاندي لاړ شونوزه به ددي طرزالعمل ډير ښه هرکلي وکړم.

په نژدي ختيځ کي ددو دولتونو دمنځته راتلو په اصولو باندي خبري دټولو هغو خبرو اترويوه موضوع وي چي مرکل يي له نژدي ختيځ څخه راغليو دخبرو اترو له لوريو سره کوي فلسطينيان هيڅکله ځانته دمستقل دولت له جوړولو څخه دومره لري نوو لکه اوس چي دي .دالمان اتحادي جمهوريت فلسطينيانوته پدي سخت وخت کي دومره مرسته کوي چي په لويديز اردن کي اقتصاد ته وده ورکړي .دي موخي ته درسيدو لپاره به دالمان اودفلسطينيانو يو اقتصادي کمسيون جوړ شي. دغزي دتړانګي وګړوته به چي دجګړي، اوداسراييلودبنديزونو عواقب يي ډير ځوروي، المان دقوي دتوليد ددستګاوولپاره تيل په واک کي ورکړي لمړۍ وزيري ميرکل ويلي دي چي دغزي دتړانګي بشري وضعه ددي دډيري انديښني سبب کيږي .

ويرکهويزر/ رحيله اميري

کتونکی : محمد قاسم نوري