1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

محمودعباس په امريکا کښي د بارک اوباما سره وليدل

۱۳۸۸ خرداد ۸, جمعه

د امريکا جمهوررييس اوباما د اسراييلو څخه وغوښتل چه دناقلينو دپاره د کورونو جوړول بندکي ،اوهم يې د فلسطينيانو څخه وغوښتل چه داسراييلو پر ضد دهر ډول راپاروني مخنيوی وکي ...

https://p.dw.com/p/I02z
محمودعباس د بارک اوباما سره دليدو پر مهال
محمودعباس د بارک اوباما سره دليدو پر مهالانځور: AP

د رسنيو په وړاندي د لنډي څرگندېدني پر موقع د اولسمشر اوباما او د ده د فلسطيني مېلمه تر منځ فضأ، نظر و يوه اونۍ مخکې د اسرائيلو له لومړي وزير نتانياهو سره د اوباما د کتنې په پرتله آرامه وه . خو دا کومه د تعجب خبره نه ده، ځکه اوباما او د فلسطين مشر عباس دواړه يو څه غواړي : يعنې اسرائيل بايد په نيول شوو سيمو کې د مېشته کيدو له کار څخه لاس واخلي او هم د يوه خپلواکه او ناپييلي فلسطيني هېواد جوړېدو ته غاړه کښيږدي . اوباما په سړه سينه سره دا خبره ردوي، چې دی له بنيامين نتانياهو سره د خپلو غوښتنو په هکله کړکيچ لري او وايي،

«دا مهمه ده، چې ناوړه څه ونه منو، بلکه ښه څه .»

خو کوم په اصطلاح زيگنالونه يا نخښې نښانې چې له اسرائيلو څخه راځي، چندان اميدبخښونکې نه دي . همدا پرون د اسرائيلو د حکومت وياند په ډاگه کړه، چې د صلحې تر تړون پوري به په نيول شوي لويديز اردن کې مېشته يهوديان خپل ژوند ته په عادي ډول سره دوام ورکوي او دا يوه طبيعي وده ده . طبيعي وده کومه بله معنی نه لري پرته له دې نه چې، يهودي هستوگنځۍ به لا پراخيږي او له هغه سره به د يوه فلسطيني هېواد جوړيدنه کوم آسانه کار نه وي . خو سره له دې بارک اوباما ته هغومره د حيرانتيا ځای نه وو .

اوباما وايي،« زه باور لرم . کله چې اسرائيل موضوع د اوږده وخت دپاره وڅېړي، نو بيا به پوه شي، چې د دوو هېوادو جوړېدنه په هم هغه اندازه د اسرائيلو په گټه ده، لکه د فلسطنيانو .»

ولو که د اسرائيلو حکومت دې ته په بله سترگه گوري، اوباما کوشش کاوه چې د هر ډول پارونې څخه ډډه وکوي . ده وويل د امريکې متحده ايالتونه د اسرائيلو نه بدلېدونکی ملگری دی . د ده له قوله ،

« دا زموږ په گټه ده، چې اسرائيل ساتلی او ژغورلی وي .»

په دې اړوند اوباما د فلسطين له مشر عباس څخه وغوښتل، د لويديز اردن امنيت ته زياته پاملرنه وکوي، په ښوونځيو او جوماتونو کې د يهودو ضد فعاليتونه کنترول کړي . د امريکې مشر د خپل فلسطيني مېلمه ستاينه هم وکوله . عباس د امنيت په لاره کې ډېر گټور کارونه کړيدي . اوباما په تېره بيا د عباس دا هلې ځلې وستايلې، چې له بنسټ پال اړخ حماس سره په خپلو خبرواترو کې د اسرائيلو پر موجوديت ټينگار کوي . دا د لارې د کروکۍ(Road Map )په نامه د نږدې ختيز د پاره د صلحې د اوه کلن پلان يوه غوښتنه ده . د فلسطين مشر محمود عباس ډاډ ورکړ، چې دې پلان ته وفادار دئ .

عباس څرگندوي :« ښاغليه اولسمشره، موږ هم ستاسې غوندي باور لرو، چې يوازي د لارې کروکي کولی سي يوه دوامداره او مناسبه صلح منځ ته راولي، کومه چې موږ يې په نږدې ختيز کې غواړو او هڅه ورپسې کوو. »

بارک اوباما بله اونۍ سعودي عربستان او وروسته مصر ته ځي . اسلامي نړۍ ته د اوباما د وينا تر څنگ به، په ټپه ولاړه د نږدې ختيز د صلحې پروسه هم د نوموړي د ليدني کتني اصلي موضوع جوړه کړي .

انګيلکه؟ عارف وردګ

کتونکی : محمد قاسم نوري