1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

محمد مرسي د ولسمشر په توگه خپله دنده پیل کړه

۱۳۹۱ تیر ۱۱, یکشنبه
https://p.dw.com/p/15Ors

په مصر کې محمد مرسي د لوړې کولو وروسته د ولسمشر په توگه خپله دنده پیل کړه. هغه د مصر په تاریخ کې لومړنې ملکي ولسمشر دئ چې د خلکو له خوا ټاکل شوی دئ. مرسي د حسني مبارک د راپرځیدو وروسته د دغه هیواد د ولسمشر په توگه وټاکل شو. د ولسمشرې د لوړې په مراسمو کې هغه ژمنه کړې ده چې د مصر منحل شوی پارلمان به بیرته فعاله کړي. د مصر د اساسي قانون محکمې تیره میاشت د دغه هیواد پارلماني ټاکنې ناسمې بللې وې او بیا وروسته د دغه هیواد واکمنې پوځي شورا پارلمان منحل کړ. نوي ولسمشر ته د واک د سپارلو سربیره د مصر پوځ چې مشري ئې حسین تنطاوي کوي لا هم ډیر واک په لاس کې لري. هغه دا حق هم لري چې راتلونکي اساسي قانون ویټو کړي.