محمد مرسي د مصر نوی ولسمشر شو
۱۳۹۱ تیر ۴, یکشنبهد مصر د ټاکنو کمیسیون نن «یکشنبه، د ۲۰۱۲م کال د جون د میاشتې ۲۴مه» اعلان وکړ چې د ټاکنو په دویم پړاو کې د اخوان المسلمین د ګوند کاندید محمد مرسي په سلو کې ۵۱،۸۵ رایې ګټلي دي. په دې ترتیب سره هغه د مبارک د رژیم پر وروستي صدراعظم احمد شفیق، لاس بری شو. محمد مرسي د مصر په تاریخ کې لومړنۍ ولسمشر دئ چې په آزدو او دموکراتیکو ټاکنو کې انتخابیږي.
د دویم پړاو د ټاکنو څخه مخکې د مصر واکمنۍ پوځي شورا پارلمان منحل اعلان کړ، په کوم کې چې د اخوان المسلمین په شمول نورو اسلام پالو ډلو اکثریت درلود.
د ټاکنو د کمیسیون له اعلان څخه وروسته، د مرسي پلویان د قاهرې د تحریر میدان ته راووتل او د خوښۍ او خوشحالۍ نارې ئې وهلې.
مرسي څوک دئ؟
مرسي د مصر په یوې بزګرې کورنۍ کې زیږدلی دئ او په ډیرو سختو ستونزو سره ئې خپلې لومړنۍ زده کړې سرته ورسولي. هغه خپلې لومړې لوړې زده کړې د قاهرې په پوهنتون او بیا وروسته د امریکا متحده ایالاتو د جنوبي کلفورنیا په پوهنتون کې په ۱۹۸۲ کال کې پای ته ورسولې.
په ۱۹۸۵ کال کې هغه بیرته خپل هیواد ته ستون شو. د هغه له پنځو زامنو څخه دوه تنه ئې د امریکا متحده ایالاتو تابعیت لري.
د مصر اخوان المسلمین گوند تیر کال د آزادۍ او عدالت په نامه یو ګوند تأسیس کړ چې مشري ئې مرسي پر غاړه واخیستله.
د نوموړي ګوند د «رونسانس» تر نامه لاندې په پروګرام کې د اقتصادي تورم پر ضد د مبارزې څخه نیولی تر متحده ایالاتو سره د اړیکو په ټینګولو پر مسایلو باندی خبري شوي دي. په دې پروګرام کې له ترکیې سره د ژورو اړیکو ژمنه شوې ده. ترکیه د اخوان المسلیمن د ګوند له پاره د یو سرمشق دولت په توګه دئ.
له اسراییلو سره د اړیکو په هکله مرسي، هغه دریځ لري چې اخوان المسلمین ئې په رسمي توګه تل عنوانوي. مرسي له اسرائیلو سره د ۱۹۷۹ کال د سولې پر تړون باندې له سره د غور غوښتنه کړې ده. ځکه د هغه په نظر« اسرائیلو دغه تړون ته درناوی نه دئ کړی.» خو دغې ډلې په عین وخت کې ویلی دي چې له اسرائیلو څخه د انتقام په لټه کې نه دئ.
څیړونکي وایي چې د پارلمان له منحلیدو سره د مصر اقتدار د دې هیواد د پوځي شورا، چې مشر ئې فیلد مارشال تنطاوی، دئ په لاس کې دئ. دغی شورا له خپل یو فرمان سره هغه قانون له منځه یوړ چې ولسمشر د پوځ اعلی قوماندان وئ.
دا چې مرسي به وکړای شي چې مصر له اوسني سیاسي او اقتصادي کړکیچ څخه راوباسي، هغه يوه پوښتنه ده چې سمدلاسه ځواب ورته سخت ښکاري.
د ډیری مصریانو په نظر دولت د پوځ په لاس کې دئ. خو ډیری دا هم وایي چې لږ تر لږه د هغوی په تاریخ کې دا لومړی ځل دئ چې د دموکراتیکو ټاکنو په پایله کې ولسمشر ټاکل شوی دئ.
آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: سید ریاض