1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

محمد علي په امریکا کې خاورو ته سپارل کیږي

آژانسونه۱۳۹۵ خرداد ۲۱, جمعه

د سوک وهني د درانه وزن پخوانی نړیوال اتل او د مدني حقونو فعال محمد علي کلي، د جمعې په ورځ په امریکا متحدو ایالاتو کې خاورې ته سپارل کیږي. په دې سره نو له هغه سره د مخه ښه دوه ورځني مراسم هم پای ته رسیږي.

https://p.dw.com/p/1J4Hy
Muhammad Ali Islamic Jenazah Prayer Service
انځور: picture-alliance/AP Photo/D.Cummings

تمه کیږي چې په زرونو کسان به د محمد علي کلي د جنازې په مراسمو کې د ګډون په موخه د هغه د پيدايښت په ښار لویسویلې، چې په کنتاکي ایالت کې پروت دی، سره راټول شي.

د جنازې مراسم به پر سیمه ییز وخت د سهار پر نهو بجو پیل شي، او د هغه جنازه به د لویسویلې په ښار کې وګرځول شي چې ۶۰۰۰۰۰ اوسیدونکې لري. خو په دغه مراسمو کې د ګدون له پاره ډیری نور کسان هم اوس دې ښار ته راغلي دي.

د علي جنازه به له هغو سیمو څخه تیره شي، چې دغه اتل ته مهمې وې: د هغه پلرنی کور، د علي مرکز، د امریکایي افریقایانو د میراث مرکز او د محمد علي واټ، هغه ځایونه دي چې د پخواني اتل جنازه به په «کیف هیل هدیره» کې خاورو ته تر سپارل کیدو مخکې، پکښې تیره شي.

د جنازې په مراسمو کې د ګډونوالو په ډله کې د فلمونو لوبغاړی ویل سمیت، هم شامل وي. هغه په یوه هالیوود فلم کې چې د علي پر ژوند جوړ شوی دی، د دغه قهرمان نقش لوبولی دی.

یو کس چې نه غواړي نوم یې بربنډ شي، ویلي دي چې هغه به د محمد علي له پاره جوړ شوي قبر ته رسیدونکې لار په سرو ګلانو فرش کړي.

د جمعې په ورځ به په یوه سپورټي میدان کې د علي له پاره مذهبي مراسم ونیول شي چې پکښې به د هیوادونو مشران، لوړپوړي چارواکي او عام وګړي ګډون وکړي.

د دغو مراسمو په ګډونوالو کې د امریکا متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر بیل کلنتن، امریکایي مشهور کمیدین بیلې کرستل، د ترکیې ولسمشر رجت طیب اردوغان، د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، او ډیر شمیر نوري نړیوالي څیرې او مشران شامل دي.

افغاني رسنیو خبر ورکړی دی چې پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزي، هم په دغو مراسمو کې حضور لري. د محمد علي تر مړینې وروسته په ۲۰۰۱م کال کې افغانستان ته د هغه د سفر ویدیوګانې او له ولسمشر کرزي سره د هغه انځورونه هم په رسنیو کې خپاره شول.

د پنجشنبې په ورځ هم په زرونو کسانو د محمد علې کلې له پاره په جوړو شویو مراسمو کې ګډون وکړ. په دغه ورځ ډیرو کسانو د هغه له پاره دعاوي وکړې او د هغه د کارونو ستاینه یې وکړه.

محمد علي په ۱۹۶۱م کال کې مسلمان شو او خپل نوم یې هم له کاسیوس کلې څخه محمد علي کلې ته واړوه. هغه نه یوازي د بوکس وهني په ډګر کې ډیري بریاوي ترلاسه کړې، بلکې د تورپوستانو د حقونو، بشري حقونو او خپلو مدني فعالیتونو له کبله هم په یوې نړیوالی څیرې بدل شو.

هغه د ویتنام په جګړه کې له ګډون څخه ډډه وکړه چې له کبله یې د هغه وخت امریکايي حکومت له محمد علې کلې څخه د قهرماني لقب واخیست، خو بیا وروسته هغه یووار بیا د سوک وهني ډګر ته راغلی او خپل مقام یې بیرته وګاټه.

علي د خپل ژوند پر مهال هڅه وکړه چې د اسلام یو ریښتنی انځور نړیوالو ته وړاندې کړي او په دې ترتیب یې تل د سولي او زغم پیغام رسولو هڅه کوله.