محمدي: د جان محمد خان د وژلو دسيسه په پاکستان کي جوړه سوې
۱۳۹۰ تیر ۲۸, سهشنبهد کورنيو چارو وزېر سترجنرال بسم الله محمدې نن د ولسي جرګې عمومي غونډي ته بلل سوی ؤ چي د ولسمشر پرسلاکار جان محمد خان باندي د سوي بريد په اړه د جرګې غړو ته مالومات ورکړي.
وړمه شپه د کابل ښار په څلورمه کارته کې دوه بريد کوونکي په قومي چارو کي د ولسمشر سلاکار جان محمد خان کور ته ننوتل، هغه او د ولسي جرګې غړی هاشم وطنوال يې ووژل.
چارواکي وايي چي په دې پيښه کې يو پوليس وژل سوی او ۶ نور ټپيان سوي دي. د کورنيو چارو وزېر بسم الله محمدې د ولسي جرګي عمومي غونډه ته ددې پيښې په اړه د مالوماتو ورکولو پر مهال وويل، چي بريد کوونکي وروستۍ ټيلفوني اړيکې له پاکستان څخه درلودې.
ښاغلی محمدي زياتوي چي بريد کوونکی د وطنوال او جان محمد خان له وژلو وروسته د پولي اخوا يوه کس ته د ټيلفون پر ليکه مبارکي ورکړې او د خپل پلان د برياليتوب خبر يې ورکړ.
محمدي وويل چې بريد کونکي په دې پلمه له نوموړي سره کتلي چي په ارزګان کې يې د جان محمد خان له وراره مطيع الله خان سره کار کاوه او اوس يې له کار څخه ايستلی دی.
مطيع الله خان په ارزګان کې د يوې شخصي امنيتي کمپنۍ مشري کوي. محمدي وويل چي جان محمد خان له دې امله چي نوموړی بې وزلي دي ۳۰۰۰ افغاني ورکړي وې.
دغه راز، په هېواد کې د وروستيو پيښو د څرنګوالي په اړه د ملي امنيت عمومي رياست مرستيال هم وربلل سوی ؤ او د تړلو دروازو تر شا يې مخورو او لوړ پوړو دولتي شخصيتونو ته د ورپيښ ګواښ په اړه د ولسي جرګې غړو ته مالومات ورکړل.
دا په داسې حال کې د ه چې د ولسمشر وياند وحيد عمر تيره ورځ په يوه خبرې غونډه کي د لوړپوړو دولتي چارواکو او مخورو شخصيتونو وژنه د بهرنيو استخباراتي کړيو کار بللی ؤ.
خو د ولسي جرګې يو شمېر غړو تېره ورځ د پاکستان استخباراتي شبکه په افغانستان کي په وروستيو وژنو کي په لاس لرلو تورنه کړه.
اسماعيل شاکر/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل