1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

محقق له يوه ځانمرگي بريده روغ رمټ وتلی دئ

نجيب الله زيارمل (آژانسونه)۱۳۹۲ خرداد ۲۸, سه‌شنبه

په کابل کي يوه ځانمرگي بريد کوونکي د ځان په گډون درې تنه ملکي وگړي وژلي دي. بريد د پارلمان د يوه غړي د موټرو پر کاروان باندي ترسره سوی دئ خو هغه ته زيان نه دی رسېدلی.

https://p.dw.com/p/18rRg
Afghanistan security forces stand guard at the site of a blast near the Independent Human Commission Rights office in Kabul on June 18, 2013. A prominent Afghan lawmaker escaped a suicide attack on June 18, aides said, on the day that the handover of security from NATO to Afghan forces was to be announced. AFP PHOTO / Massoud HOSSAINI (Photo credit should read MASSOUD HOSSAINI/AFP/Getty Images)
Afghanistan Anschlag in Kabulانځور: MASSOUD HOSSAINI/AFP/Getty Images

د کابل امنيتي چارواکو ويلي دي چي بريد د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جون ۱۸) د بشري حقونو کمېسيون د دفتر مخ ته ترسره سوی دئ او د دغه دفتر کارکوونکو ته زيان نه دی رسېدلی.

د کابل د پوليسو په خبره بريد د پارلمان پر غړي محمد محقق تر سره سوی دئ خو هغه روغ رمټ دي او یوازي څو تنه ساتونکي ئې ټپيان سوي دي. ويل کيږي چي په بريد کي د پارلمان څو تنه غړي ټپيان سوي هم دي.

د بريد مسئوليت تر اوسه پوري چا پرغاړه نه دئ اخيستي.

دغه ځانمرگي بريد په داسي حال کي په کابل کي تر سره کيږي، چي نن افغان امنيتي ځواک ته د امنيتي مسئوليتونو د سپارلو وروستی پړاوو دئ.

افغان ولسمشر حامد کرزي په کابل کي د ناټو له عمومي منشي اندرس فوغ راسموسن سره په يوه غونډه کي د ټول هیواد امنيتي مسئوليت په رسمي توگه افغانانو ته وسپاره.

په دغه وروستي پړاو کي به د ۹۵ ولسواليو امنيتي مسئوليت له نړيوالو ځواکونو څخه افغان امنيتي ځواک ته وسپارل سي.

نړيوال ځواکونه به د پلان له مخي د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري له افغانستان څخه ووزي او له ۲۰۱۵ کال وروسته به په افغانستان کي يو بل نړيوال ماموريت پيل سي چي هدف به ئې د افغان امنيتي ځواک روزل او ملاتړ کول وي.