مجله: مېرکل له يورو زون څخه د يونان د وتنې مخه نيول غواړي
۱۳۹۱ شهریور ۱۹, یکشنبهد المان لومړۍ وزيره انگلا میرکل په بشپړه توگه دې ته ژمنه ده چې له يورو زون څخه د يونان د ايستنې مخه ونيسي.
دا خبره د المانۍ مجلې «دیر شپېگل» په يوه راپور کې چاپ سوې ده. په راپور کي زياته سوې ده چي میرکل او د هغې سلاکاران ویره لري چي که يونان له يورو زون څخه وايستل سي نو ښايي د ۲۰۰۸م میلادي کال په ډول يو بل اقتصادي بحران هم رامنځ ته سي.
هغه وخت نړیوال اقتصادي بحران د لیمن نومي بانک په ډیوالي کیدو سره پیل سوی وو. د المانۍ مجلې په وينا که د اقتصادي بحران سره مخامخ يونان له يورو زون څخه ووځي نو يوازي المان ته به تقريبا ۶۲ میليارده يورو تاوان ورسيږي.
د راپور په وينا میرکل دا ویره هم لري چې د يونان د وتنې سره به سياسي بحران هم رامنځ ته سي. زياته سوې ده چې د مېرکل سلاکاران ویره لري چې که يونان له يورو زون څخه ووځي نو المان به مجبوره وي چې د نورو بحران ځپلو غړو هيوادونو لکه اییاليا او هسپانيا د مرستي له پاره په يورو زون کي ټول پورونه گډ کړي چې معنی به ئې دا وي چې المان به د نورو هيوادونو د پورونو مسئولیت هم پر خپله غاړه واخلي.