1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

متوکل: ۱۵۵ تنه د مخدره توکو د قاچاق په تور محاکمه سول

۱۳۸۹ آبان ۱۱, سه‌شنبه

د يو شمير دولتي مامورينو په ګډون تر يونيم سلو ډير کسان د مخدره موادو پرضد د مبارزي د اختصاصي محکمي له خوا د مخدره توکو د قاچاق په تور محاکمه سوي دي.

https://p.dw.com/p/Pw4C
انځور: AP

په دغو مجازات سوو کسانو کي يولس تنه يي دولتي کارکونکي دي.

د کانونو وزارت پينځه انجينيران، د کندهار د پوليسو يو پخوانی عالي رتبه افسر، د هرات د پوليسو دوه تنه چارواکي، د لويديځ زون د سرحدي پوليسود څلورمي لوا قوماندان او د کابل د امنيه قوماندانۍ يو افسر د مجازات سوو په ډله کي دي.

د مخدره توکو سره د مبارزي د ځانګړي محاکمي وياند خليل متوکل وايي چي دغه کسان د روان کال په دوهمه ربعه کي د ملک له بيلا بيلو برخو نيول سوي او د دوی له لوري مجرم پيژندل سوي دي.

دغي ادارې دا هم ويلي چي د تير کال په پرتله د قاچاقوړونکو په کړو وړو کي هم زياتوالی راغلی.

د مخدره توکو سره د مبارزې د ځانګړي محکمي د وياند په خبره، چي د ملک په يو شمير سيمو کي د سالمي حکومت والۍ نشتون د دې لامل سوی چي د مخدره توکو قاچاق وړونکي په ډاډه زړه له يوې سيمي بلي ته تګ را تګ وکړي.

د مخدره توکو سره د مبارزې د ځانګړي محاکمې له خوا په داسي حال کي د قاچاقوړونکو په کړو وړو کي د زياتيدو خبري کيږي چي تيره اونۍ د ناټو او روسيې ګډو ځواکونو په ختيځ ننګرهار کي د قاچاق وړونکو پر يوه هډه يرغل وکړ.

د بريد پر مهال په سلګونو کيلوګرامه نشه يي توکي ونيول سول خو ورسره د تړاو په تور د چا د نيول کيدو خبر ندی ورکړل سوی.

افغانستان د نړۍ په کچه د مخدره توکو د توليد او کاروبار عمده مرکز بلل کيږي.

د ملګرو ملتونو رسمي شميرې ښيي چي د نړۍ اتيا سلنه هيروين د افغانستان دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل