1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

متحده عربي آماراتو له زیمبابوې څخه ماتې وخوړه

سید ریاض۱۳۹۳ بهمن ۳۰, پنجشنبه

د ۲۰۱۵م کال د کرکیټ نړیوال جام سیالیو په نهمه ورځ زیمبابوې، متحده عربي آماراتو ته په څلورو ویکټو ماتې ورکړه. لومړی بېټنگ آماراتو وکړ او زیمبابوې ته یې د ۲۸۶ منډو هدف وټاکه. زیمبابوې دغه هدف په ۴۸ اوور کې پوره کړ.

https://p.dw.com/p/1EeTn
انځور: imago/Action Plus

د زیمبابوې لوبډلې د پچې یا ټاس تر گټلو وروسته د متحده عربي آماراتو لوبډلې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. د آماراتو لوبډلې له لوري امجد علي او برنجر په خورا احتیاط سره لوبه پېل کړه خو لوبډله هغه وخت تر فشار لاندې راغله چې چې امجد علي د ۲۶ پر مجموعي منډو وسوځید. تر هغې وروسته برنجر هم د څلویښتو په مجموعي منډو وسوځید. خو کریشنا چندران او خرم خان بیا یو څه تم شول او منډې یې تر ۱۲۲ و رسولې.

که څه هم تر دې وروسته هم د آماراتو لوبغاړي په یو پل پسې سوځیدل خو پر دې وتوانیدل چې خپلې سیالې لوبډلې ته یو لوړ هدف وټاکي. آماراتو په پنځوسو ټاکل شوو اوورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ۲۸۵ منډې وکړې. د آماراتو له لوري د شایمان انور ۶۷، د خرم خان ۴۵ او د امجد جاوید چې تر اخره ناسوځیدلې پاتې شو ۲۵ منډې هم د پام وړ وې. د زیمبابوې له لوري چتارا درې او مایر او ویلمز د مخالفې لوبډلې دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.

داسې بریښده چې ښایي د زیمبابوې لوبډله به دغه هدف په آسانۍ سره تر لاسه نه کړي. خو د زیمبابوې توپ وهونکو ښه پیل وکړ او لومړنی لوبغاړی یې د ۶۴ په مجموعي منډو وسوځید. سوځیدونکی لوبغاړی سکندر رضا وو چې پر ۴۴ توپونو یې ۴۶ منډې وکړې. تر هغې وروسته د زیمبابوې دوهم لوبغاړي هم ژر وسوځید. مسکدزا هغه وخت وسوځید چې مجموعي منډې ۷۲ دې. مسکدزا د تمریناتي سیالیو په ترڅ کې د سریلانکا پر ضد لوبه کې ۱۱۷ منډې جوړې کړې وې، خو نن یوازې د یوې منډې تر جوړولو وروسته وسوځید.

Cricket World Cup 2015 Zimbabwe gegen Vereinigte Arabischen Emirate
انځور: imago/Action Plus

تر هغې وروسته زیمبابوې خپل دریم لوبغاړی د ۱۱۲، څلورم لوبغاړی د ۱۴۴ او پنځم لوبغاړی د ۱۶۷ منډو تر جوړولو وروسته له لاسه ورکړ. خو بالاخره د زیمبابوې لوبډله پر دې وتوانیده چې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو ټاکلې هدف په داسې حال کې پوره کړي چې لا هم پوره دوه اووره یعنې ۱۲ توپه پاتې وو او په دې ترتیب یې آماراتو ته په څلورو ویکټو ماتې ورکړه.

د نړیوال جام د تمریناتي سیالیو په ترڅ کې افغانستان هم متحده عربي آماراتو ته ماتې ورکړې وه، خو تیره ورځ یې د نړیوال جام سیالیو په لومړۍ لوبه کې له بنگله دیش څخه د ۱۰۵ منډو په توپیر ماتې وخوړه.

په پام کې ده چې د جمعې په ورځ د فبرورۍ په شلمه نېټه به د نیوزیلنډ او انگلستان د لوبډلو تر منځ سیالي تر سره شي. تر دې دمخه انگلستان خپله لومړۍ لوبه آسترالیا ته بایللې ده او نیوزیلنډ بیا له سریلانکا او سکاټلنډ څخه دوې لوبې گټلې دي.

افغانستان به خپله دوهمه لوبه د فبرورۍ میاشتې په ۲۲مه نېټه د سریلانکا له لوبډلې سره تر سره کړي. دغه سیالي به د نیوزیلنډ هیواد په ډنیډن ښار کې تر سره شي.