متحده ایالات هم د اسد د رژیم د راپرځیدو اټکل کوي
۱۳۹۱ آذر ۲۴, جمعهاعلان
د ناټو وروسته د امريکا متحده ايالاتو هم د سوریې د حکمران بشارالاسد د ژر تر ژره چپه کیدو انتظار کوي. د امریکا د چارو وزارت یوې ویاندي وویل چي «موږ په دې عقیده یو چي د اسد ورځي په حساب دي.» که څه هم سړی نسي کولای د راتلونکي اټکل وکړي، خو اپوزیسیون په دې وروستیو وختونو کي ډیر بریالیتوبونه پلاس راوړي دي.
د دمشق رژیم په دې وروستیو کي په ډیر تردید سره د خپلو خلکو په مقابل کي د ډير زور او تشد څخه کار اخلي. د دې دمخه د ناټو عمومي منشي راسموسن، د سوریې د حکومت د ژر چپه کیدو اټکل کړی وو. داسي معلومیږي چي د سوریې د ولسمشر بشارالاسد متحد، روسیه هم نوره د رژیم پر سیاسی دوام باندي معتقده نه وي.