1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

متحده ایالاتو افغانستان ته نوی استازې وټاکه

۱۳۹۱ مرداد ۱۳, جمعه

د متحده ایالاتو د سنا مجلس د پنجشنبې په ورځ ناوخته امریکایي وتلی دیپلومات جیمز کنینگهم، په افغانستان کې د متحده ایالاتو د نوي سفیر په توگه وټاکه. پر دې سربیره سنا د پاکستان له پاره هم د نوي سفیر ټاکل منلي دي.

https://p.dw.com/p/15jFj
انځور: DW

کنینگهم اوس په افغانستان کې د متحده ایالاتو د سفیر د مرستیال په توگه دنده تر سره کوي. تر دې وړاندې هغه په عراق، سوریې او لبنان کې هم د متحده ایالاتو د استازي په توگه کار کری دئ. کننگهم پر دې سربیره یو شمیر نورې مهمې دولتي دندې هم پرمخ بیولي دي.

په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت په نړۍ کې د دغه هیواد له لویو سفارتونو څخه شمیرل کیږي چې پکښې ۱۱۰۰ امریکایي مامورین کار کوي. د نوي سفیر تر نظارت لاندې به له افغانستان څخه د ناټو په چوکاټ کې د امریکایي سرتیرو د وتلو پروسه هم بشپړه شي.

په پام کې ده چې د ۲۰۱۴م کال تر پایه به له افغانستان څخه ټول بهرني جنگي سرتیري ووځي او د ټول هیواد په کچه به د امنیت مسئولیت افغان ځواکونو ته وسپارل شي. خو اوس هم متحده ایالات د افغان امنیتي ځواکونو د روزلو او هغوی ته د امنیتي مسئولیتونو د سپارلو له ننگونې سره مخامخ دي.

د امریکا سنا همداراز په یو شمیر نورو هیوادونو کې هم د امریکا نوي سفیران ټاکلي دي چې په هغوی کې د پاکستان د سفیر په توگه د رچرډ اولسن ټاکل هم شامل دي.

اولسون له ۲۰۰۸م کال څخه تر ۲۰۱۱م کال پورې په متحده عربي اماراتو کې د امریکا سفیر وو او پر نورو دندو سربیره ئې په بروکسل کې د ناټو په ماموریت کې هم وظیفه اجرأ کړې ده.

د سنا په دغه استماعیه غونډه کې چې د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۲م کال د اگست د میاشتې دویمه) وشوه، کننگهم او اولسن هم گډون کړی وو.

په دغه غونده کې کننگهم د هغو ننگونو یادونه وکړه چې متحده ایالات او سیمه ورسره مخامخ ده. هغه وویل چې اوس په افغانستان کې د دوامداره پرمختگ او ودې له پاره د اوږدې مودې د پایښت لرونکي ملاتړ اساس ایښودل شوی دئ او دغه بهیر ادامه لري:

«دا افغانانو او سیمې ته دا خبره واضح کوي چې د امنیت د انتقال بهیر په دې معنی نه دئ چې گنې موږ افغانستان یوازې پریږدو.»

هغه زیاته کړه چې په تیره لسیزه کې د لومړي ځل له پاره طالبانو د خبرو اترو او بحث مباحثې له پاره د چمتو والي اشاره ورکړې ده.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش