1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

متحده ايالتونه: القاعده تر پخوا ډېره ضعيفه سوې ده

۱۳۹۱ اردیبهشت ۹, شنبه
https://p.dw.com/p/14mPd

د امريکا د متحده ايالتونو استخباراتي ادارې ويلي دي چي د القاعدې ډله اوس تر زياتي کچې کمزوره سوې ده. د امریکا د استخباراتي ادارې په وینا نوموړې ډله نور د سپټامبر د يوولسمي د بريدونو په څېر د سترو بريدونو د تر سره کولو توان نه لري.

د نوموړې امريکايي ادارې چارواکي رابرت کارديلو، ويلي دي چي په عربي هيوادونو کي تر پاڅونونو وروسته د القاعدې ډلې سختي ستراتيژيکې ماتې خوړلي دي.

د کارډيلو په وينا په دغو عربي هيوادونو کي اوس د اسلام له هغې بڼې څخه ملاتړ نه سته چي القايده ورته ژمنه ده.

د دغه چارواکي په وينا بيا هم په يمن، عراق او سوماليا کي د القاعدې پاته شوي کسان موجوده دي چي گواښ ئې رامنځ ته کړی دئ.