1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

متحده ايالات: يوې قاضۍ پر «مسلمانانو بنديز» مؤقتا ليري کړ

۱۳۹۵ بهمن ۱۰, یکشنبه

څه باندي ۱۰۰ انسانان د امريکا د متحده ايالاتو په هوايي ډګرونو کي د ولسمشر ترمپ د فرمان له کبله بند پاته دي. په دغو هوايي ډګرونو کي احتجاجونه رامنځ ته سوي. د نيويارک يوې ښځينه قاضي پر دغه قضيه يوه مؤقتي فيصله کړې.

https://p.dw.com/p/2WaCK
Protest gegen Präsident Donald Trump in New York
انځور: picture alliance/abaca/M. Elshamy

د مدني حقونو سازمانونو او فعالينو د دونلد ترمپ له لوري پر زياتو مسلمانانو و امريکا ته پر داخلې د بنديز پر ضد يوه جزوي بريا په لاس راوړه. دا د هغه وروسته چي د نيويارک يوې محکمې يوه عبوري فيصله وکړه چي مهاجر او امریکا ته راغلي مسافر بايد خپلو هيوادونو ته ونه لېږدول سي.

د دغې محکمې ښځينه قاضي اېن دونلي دغه فيصله د امريکا د متحده ايالاتو په هوايي ډګرونو د راتګ وروسته بند پاتي هغو مسلمانانو په حق کي ده چي و ايالاتو ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کيږي. دغه مسلمان مسافر د هوايي ډګرونو په ترانزيت ساحو کي توقيف سوي او له بهر وتلو څخه راګرځول سوي ول.

د امريکا د متحده ايالاتو د اړونده وزارت په وينا په لومړيو ۲۳ ساعتونو کي ۱۰۹ مسافر د متحده ايالاتو په هوايي ډګرونو کي بند راغلل. دغه مسافر د ولسمشر دونالد ترمپ د فرمان د نافذ کېدو پر وخت د امريکا پر لور پر لاره ول او و ايالاتو ته د رسېدو وروسته توقيف کړل سول. د نيويارک د يادي محکمې فيصله د دغو کسانو په هکله ده.

د مدني حقونو سازمانونو او فعالينو په امريکايي هوايي ډګر کي د بندو راغلو انسانانو د دفاع له پاره د وکيلانو په مرسته محکمې ته مراجعه کړې وه. د دغې مراجعې په ترڅ کي د نيويارک ښځينه قاضي خپله فيصله واوروله.

بې نظمي او ناهيلي

د دونالد ترمپ هغه فرمان چي له مخي يې پر ګڼ شمېر مسلمانانو و امريکا ته پر داخلې عبوري بنديز ولګاوه، د نړۍ په زياتو هوايي ډګرونو کي د بې نظميو د رامنځ ته کېدو لامل سو.

ګڼ شمېر د عراق، يمن او سودان تابعيت او د امريکا د متحده ايالاتو ويزه لرونکي کسان په هوايي ډګرونو کي راوګرځول سول. دا چي د دغه ډول انسانانو شمېر څو دی، لا تر اوسه څرګنده نه ده. خو د رسنۍ په راپورونو کي لوستل کيږي چي د دغو کسانو شمېر په سلهاؤ دی.

د (ACLU) په نوم مشهور سازمان تر څنګ يو شمېر د مدني قونو سازمانونو په هوايي ډګرونو کي د يو شمېر بندو راغلو انسانانو په حق کي په محکمه کي حقوقي دعوی کړې وه. د دغې دعوی په ترڅ کي د نيويارک يوې محکمې فيصله واوروله او دغه دعوی يې په جزوي توګه پر ځای وبلله.

په نړيواله توګه سياستوالو، د بشري حقونو مدافعينو، هنرمندانو او نورو د دونلد ترمپ اړونده فرمان سخت غندلی ؤ. د اوسکار اکادمي چي هر کال د اوسکار په نوم فلمي جايزې ورکوي، د دغه فرمان په هکله يې ويلي چي «په لوړه اندازه اندېښمنه» ده. دغې اکادمۍ ويلي چي په ټوله نړۍ کي به د فلم جوړونکو او بشري حقونو د مدافعينو څخه ملاتړ وکړي.

په نيويارک (پورتنی انځور) او د واشنګټن په دلس هوايي ډګر کي په زرهاؤ انسانان د احتجاج په مقصد راټول سول. هغوی د هغو کسانو د توقيف کولو او هغوی ته د دباندي نه راوتلو د اجازه نه ورکولو پر ضد احتجاج کاوه، چي په ويزه سره د امريکا متحده ايالاتو ته راغلي خو په هوايي ډګرونو کي بند پاته دي.

په نيويارک کي د تکسي موټرو د چلوونکو اتحاديې پر خپلو غړو ږغ کړی دی چي احتجاجا دي په مؤقتي توګه و هوايي ډګر ته نور مسافر نه وړي او نه دي يې له هوايي ډګر څخه اخلي.

د ترمپ د فرمان په غبرګون کي ايران ويلي چي و امريکايي تابعيت لرونکو ته به و ايران ته د داخليدو اجازه ورنکړي.

ترمپ د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ ۲۷مه نېټه) يو فرمان صادر کړی ؤ چي له مخي يې له عراق، سوريه، ايران، سودان، سوماليا، ليبيا او يمن پر وګړو و امريکا ته پر داخلې د ۹۰ ورځو له پاره بنديز ولګول سو. د دې تر څنګ له ټولي نړۍ څخه د مهاجرو په ورتګ د ۱۲۰ ورځو بنديز لګول سوی. نوموړي ويلي ول چي د دغه بنديز مقصد د امنيتي ميکانيزم جوړول دي چي په يقيني توګه د دې مخه ونيولای سي چي «توندلاري مسلمانان» امريکا ته داخل نه سي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (04.03.2016):