مبارک: د سپتمبر تر انتخاباتو پوري به جمهورريس پاته سم
۱۳۸۹ بهمن ۲۲, جمعههغه وروسته تر هغه د مصر په ملي تلويزيون کي وينا وکړه ، چي ويل کيدل هغه به د جمعې په شپه ناوخته خپله استعفا اعلان کړي.
هغه په خپله شل دقيقه يي وينا کي چي د مصر ملت ته يې وکړه وويل چي خپل يو شمر صلاحيتونه به مرستيال ته وسپاري.
حسني مبارک په خپله وينا کي وويل: « زه د قانون او ملت څخه د دفاع او هغه چاته چي په راتلونکي انتخاباتو کي به کټونکي وي د واک د سپارلو لپاره ځان مکلف ګڼم.»
د حسني مبارک تر وينا د مخه مخالفينو پر دې باندي حساب کوی چي مبارک به د جمعې په شپه ناوخته ارو مرو استعفا ورکوي خو هغسي و نه سول.
تيره ورځ ناوخته ټولو داسي حساب کاوه چي دا د قدرت پر سر د حسني مبارک وروستۍ شېبې دي خو هغسي ونه سول.
مبارک په لومړي سر کي تر خپل وخت ناوخته ملت ته د وينا دپاره حاضر سو او وروسته يې داسي وينا وکړه چي هيڅ چا دا سي نه شمېرل.
د غربي نړۍ تقريباً په ټولو رسنيو کي داسي راپورونه خپريدل چي مبارک به په سلو کي سل واک خپل مرستيال عمر سليمان ته سپاري.
پداسي حال کښي چي د ټولي نړۍ لخوا دده وينا په ډيربې صبرۍ سره تعقيبيدله، د مصر په ټلويزون کښي دغه ۸۲ کلن اعلان وکړي چي دی به قدرت خپل مرستيال عمر سُليمان ته وسپاري ، خو د استعفأ څخه يې هيڅ خبره ونکړه .
«ما د اساسي قانون مطابق د جمهورريس يو شمېر اختيارات مرستيال ته وسپارل او زه ډاډه يم چي مصر به پر خپل بحران باندي بريالی سي . د مصر څخه به زه تر خپل مرګه پوري جلا نسم .»
لکه ۱۷ ورځي دمخه د مظاهرو او اعتراضو د شروع کيدو پر وخت مبارک په تکرار سره وويل ، چي په سپټمبر کښي به د جمهوري رياست د انتخاباتو دپاره ځان کانديد نکړي او وعده يې ورکړه چي د تيرو اونيو د نښتو او اخووډبو مسؤلينو ته به جزأ ورکړي.
پرون ماښام لا د مصر د پوځ تر يوې اعلاميې وروسته ډيروکسانو د حسني مبارک د استعفأ اټکل کاوه. د پوځ عالي شورا خبر ورکړی ؤ ، چي دداسي تدابيرو په باب سره سلا مشورې کوي ، چي هغه د هيواد د امنيت سبب وګرزي.
د امريکا دمتحده ايالاتو څخه هم په عين ډول زيګنالونه ورکول سوي وه. د CIA مشر ويلي وه ، چي د پنجشنبې په ورځ د حسني مبارک د استعفأورکولو امکانات ډير دي.
جمهورريس بارک اوباما هم د مصر جريان په پوره دقت سره تعقيباوه ، او کله چي ده د چارشنبې په ورځ د ميشيګان په پوهنتون کښي د ښه ارتباطي سيسټم د رامنځته کيدو په باب د پلان سوي پانګي اچوني په اړه خبري کولې، اول يې د مصر د موضوع سره تماس ونيوی.
بارک اوباما وويل چي دی د مصر واقعات ډير دقيق تعقيبوي او په دې اړه به نور ډير څه هغه وخت ووايي کله چي اوضاع ښه پرمختګ کړی وي.
د جرمني خارجه وزير ګيدو ويستروېله هم د مبارک د ټلويزوني وينا څخه مايوسي ښکاره کړه.
ويستروېله په نيويارک کښي د ملګرو ملتو د جرمني په سفارت کښي وويل چي د مبارک وينا نوې راتلونکې نکړه بيان او لکه څنګه چي يې هبله کيده ، مخ په وړاندي يو قدم نه ؤ . ده اضافه کړه چي دی ددې څخه تشويش لري ، چي د مبارک وينا به په مصر کښي د منلو وړ ونګرزي ، اوخصوصأ د هغو کسانو دپاره چي په مظاهرو يې لاس پوري کړی دی او دده د استعفأ غوښتنه کوي.
نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم