1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مایک مولن: که افغان دولت مسولیت پذیر نسي هر څه به له لاسه ورکړي

۱۳۸۹ آذر ۲۷, شنبه

د امریکا د پوځ لوی درستیز امیر البحر مایک مولن وایې که چیرته افغان دولت د ملک مسولیتونو ته اوږه ورنه کړي په تیرو څو کلونو کې د افغانانو او نړیوالو له لوري په دغه ملک کې تر لاسه سوي هر څه به له لاسه ورکړي.

https://p.dw.com/p/QfDP
انځور: picture-alliance/ dpa

مولن دغه څرګندونې په کابل کې د یوې خبرې ناستې پر مهال وکړي. د امریکا لوی درستیز چې د افغانستان په اړه یې د امریکا د ولسمشر اوباما د ستراتیژۍ د بیا کتنې یوه ورځ وروسته خبري کولې په افغانستان کې د روان عیسوي کال په اوږدو کې شوې پرمختګونه وستایل.

د اوباما په نوې ستراتیژۍ کې روان کال افغانستان ته دیرش زره تازه دمي سرتیري استول سوي ول او د ستراتیژۍ په بیا کتنه کې نتیجه ګیري سوې چې دغو سرتیرو د ملک حالاتو ته څه نا څه مثبت لوری ورکړی دی.

مولن ټینګار کوي چې پاکستان د القاعدې ډلي ته په یو خوندې پټن ځای بدل سوی او دغه کار به پاکستان بدنامه کړي.

مولن ټینګار وکړ چې د سیمې لپآره د امریکا د جنګې ستراتیژۍ موخه د القاعدې ډلي ځپل او دړې وړي کول دي. نوموړي په افغانستان کې د اورپکۍ ضد روانه جګړه مثبته و اروزله چې پر وینا یې دولت ضد زور پالې یې په پایله کې سخت کمزوري سوي دي .

مولن په ورته وخت کې له پاکستان څخه هم وغوښتل چې د القاعدې ډلي پر وړاندي په جدیت ګامونه پورته کړي. نوموړي وويل:

«موږ پوهیږو چې د بلواګرو اصلي ځالې په پاکستان کې دي، او له هغه ځایه په افغانستان او په بهرنیو سرتیرو بریدونه کوي، ما په دې اړه له پاکستاني چارواکو سره خبري کړي چې د هغوی مخه په خپله خاوره کې ونیسي او دا پاکستان ته یوه لویه بدنامي ده».

مولن خبرداری ورکړ چې د افغانستان په شمالې ولایتونو کې امنیتي وضیعت کړکیچن سوی دا ځکه چې ترهګري ډلي ټپلي د ملک له یو شمیر جنوبي او ختیځو سیمو شمال ته مخه کړي ده.

په ورته وخت کې په دغه خبري غونډه کې په افغانستان کې د امریکا سفیر هم په تیرو څو میاشتو کې د القاعدې ډلي پر ضد شوې عملیات هغوي ته لوی ګزار په ګوتو کړ.

Karl Eikenberry
ايکن بېري هم په خبري ناسته کي موجوده ؤانځور: DW

جنرال کارل ایکن بیري وویل چې د دوي د ځانګړو سرتیرو په شپنیو چاپو او عملیاتو کې د القاعدې ډیری کلیدي غړي وژل سوي او اوس هغوي له ایتلافي فوجونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري. ايکن بېري وويل:

«د القاعدې ډلي ډیری کلیدي غړي زمونږ او افغان ځواکونو له لوري په بیلا بیلو عملیاتونو کې وژل سوي دي، اوس هغوي د پخوا په څير دا وړتیا نلري چې له افغان او خارجي عسکرو سره مخامخ جګړه وکړي».

د امریکا ځواکونه په داسي حال کې په افغانستان کې د القاعدې ډلي د ګڼو چریکانو او منځنیو قوماندانانو د مرګ ژوبلې خبره کوي چې په دې ورستیو کې په ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو کې تقریباً هره شپه د امریکا د سپشل فورس یا ځانګړو ځواکونو له لوري عملیات تر سره کیږي.

امریکايي خاص عسکرو په تیرو دریو میاشتو کې په په خوست، پکتیا او پکتیکا کې ډیر شپنې عملیات تر سره کړي دي.

د دغو ځواکونو مرکزي قوماندانۍ هره ورځ رسنیو ته دوه او دری هغه خبرونه استوي چې پکې د حقانې ډلي د جنګیالو د وژلو معلومات ورکړل سوي وي. د حقاني ډله له القاعدې سازمان سره په نږدې همکارۍ تورنه ده.

ميرويس جلالزی / کابل

کتونکی: احمدولي اڅکزی