1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ماکرون ښايي په پارلماني ټاکنو کې ستر اکثريت وګټي

۱۳۹۶ خرداد ۲۱, یکشنبه

د رياست جمهورۍ له انتخاباتو او د ماکرون تر ټاکل کېدلو کابو يوه مياشت وروسته، فرانسويان نن په پارلماني ټاکنو کې رايې اچوي.

https://p.dw.com/p/2eTIu
Frankreich Macrons neue Partei La Republique en Marche
انځور: Imago/Le Pictorium

داسې ښايي چې د ولسمشر، امانويل ماکرون ډله به د فرانسې په نننيو پارلماني انتخاباتو کې ډېر ستر اکثريت لاس ته وروړي. د نظرپوښتنو له مخې د ماکرون د «لا رېپوبليک ان مارش» ګوند او متحدين يې ښايي ۳۰ سلنه رايې تر لاسه کړي.

خو په فرانسه کې د اکثريت رايو پر بنا د انتخاباتي مقرراتو د سيستم له کبله کېدای شي د ماکرون ډله په پای کې له ۵۷۷ چوکيو څخه لازم ۴۰۰ هم وګټي. څه باندې ۴۷ ميليونه فرانسويان د رای ورکولو حق لري. خو د انتخاباتو پايله به ايله يوه اوونۍ وروسته د ټاکنو د دويم پړاو په بشپړېدلو سره معلومه شي.

دغه پارلماني انتخابات د ۳۹ کلن ماکرون له پاره يوه مهمه ازموينه بلل کيږي، ځکه چې ورپورې په پارلمان کې د ده د اصلاحاتو د پروګرامونو له پاره پارلماني ملاتړ تړلی دی. تر اوسه پورې د ماکرون ګوند د استازو په مجلس کې هيڅ برخه نه لري.

د «لا رېپوبليک ان مارش» د ګوند ظهور بې ساری دی او د فرانسې سياسي چاپېريال يې بدل کړی دی. تر اوسه پورې مسلط سوسياليستان د پخواني ولسمشر، فرانسوا اولاند، په مشرۍ بايد يوې سترې ماتې ته آمادګي ونيسي. مدني ښي اړخي ډلې هم تر فشار لاندې دي. هغوی له سوسياليستانو سره يو ځای تقريبا نيمه پېړۍ په فرانسه کې واګي په لاس کې لرلي وو. د مارين لوپن په مشرۍ د فرون ناسيونال ښي اړخي عوام پال ښايي د نظرپوښتنو په حواله په پارلمان کې خپل نفوذ زيات کړي، چې تر اوسه پورې يې يوازې دوه استازي په پارلمان کې شتون لري.

که ماکرون مطلق اکثريت واخيستلی شي، به دی د قوانينو د جوړولو له پاره ډېره آزادي ولري، څو د فرانسې اقتصاد ته له دې لارې وده ورکړي. د کار د حقونو په برخه کې اصلاحات راوستل د ده يو اصلي هدف دی. ټاکنې د فرانسې په ۵۷۷ انتخاباتي ناحيو کې صورت نيسي. د دې له پاره چې په اول پړاو کې بريالی شي، بايد هر کانديد لږ تر لږه ۵۰ سلنه رايې خپلې کړي.

که هيڅ کانديد په دې بريالی نه شي، چې اکثرا همداغسې وي، نو ټول هغه کانديدان چې لږ تر لږه دولس نيم فيصده رايې اخيستې وي، د جون په ۱۸مه د انتخاباتو په دويم يړاو کې هم ګډون کوي. د ماکرون له پاره د هغه د يوه نژدې کس قضيه ستونزمنه کېدای شي، يعنې د ښارجوړونې د وزير، ريشارد فېران هغه افتضاح، چې په ترڅ کې يې د هغه په وړاندې د اداري فساد په تور لومړنۍ پلټنې شروع شوې دي. د ماکرون ائيتلافي ملګری يعنې منځلاری مودم نومی ګوند هم د څارنوالۍ له خوا څارل کيږي.

په فرانسه کې ټولې انتخاباتي حوزې نن د سهار له اتو بجو څخه د ماښام تر شپږو بجو پورې پرانيستې دي چې په لويو ښارونو کې دوه ساعته زيات وخت هم پرانيستي وي. د انتخاباتو په ترڅ کې به تقريبا ۵۰ زره پوليس د ترهګرۍ د ګواښ له کبله امنيتي تدابير ونيسي. د تېرې سه شنبې په ورځ يوه پوليس د پاريس د «نوتره دم» کليسا مخکې يو بريد کوونکی په ډزو وژلی وو.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (07.05.2017):