1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مالي: له یاغیانو څخه د دیابالي ښار نیول شوی دی

۱۳۹۱ بهمن ۱, یکشنبه
https://p.dw.com/p/17Nip

د فرانسويانو له خوا تر هوايي بريدونو وروسته، اسلامپاله ياغيان د مالي په زړه کې له ستراتيژيک مهم ديابالي ښار څخه په شا شوي دي. د مالي د اردو يوه وياند ويلي دي چې حکومتي ځواکونو ديابالي نيولې او په کې مېشت شوي دي. د لويديځې افريقا د هېوادونو ټولنې «ايکوواس» له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د مالي د ماموريت اکمالاتي ملاتړ دې سمدلاسه پيل کړي.

د عاج د ساحل په لوی ښار ابيجان کې د ايکوواس د سرمشريزې په پرېکړه ليک کې راغلي دي چې د ځواکونو د ځای پر ځای کېدو اقتصادي ملاتړ ته هم اړتيا ليدل کيږي. دغه ټولنه غواړي له مالي سره مرسته وکړي، د دې لپاره چې له تندلارو اسلامپالو څخه د دغه هېواد شمالي برخه بېرته ونيول شي. په اوږده مهال به ۵۴۰۰ سرتېري دغه ماموريت مخ ته وړي. په دې ترڅ کې د آلمان د اردو دوه «ترانس آل» الوتکې د مالي پلازمېنې باماکو ته ورسېدلې. هغه سېنېګال ته الوتنه کوي او د ايکوواس ماموريت لپاره سرتېري مالي ته رسوي.