مالي له ملگرو ملتونو څخه د مستقیمې مرستې غوښتنه کړې ده
۱۳۹۱ مهر ۴, سهشنبهاعلان
د افریقا په لویدیځه برخه کې د مالي هیواد له ملگرو ملتونو څخه غوښتي دي چې دغه هیواد ته نړیوال ځواکونه واستوي چې د مالي یو شمیر نیول شوې برخې آزادې شي.
په دغه هیواد کې اسلامي تندلارې چې د القاعدې له ترهگرې شبکې سره تړاو لري د مالي په شمال کې یوه لویه برخه تر خپل کنترول لاندې لري.
د ملگرو ملتونو د امنیت شوری به په لومړي سر کې په یوې تفصیلي ستراتیژۍ کار وکړي او بیا به د لگښتونو او د پوځیانو د شمیر په اړه پریکړه وکړي.
د فرانسې دغه پخوانې مستعمرې ته د فرانسې له خوا د لوژیستکي مرستو ژمنه شوې ده خو په مستقیمه توگه مالي ته ئې د پوځيانو د استولو خبره رد کړې ده.