1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مالي ته د آلماني سرتيرو لېږل تصويب سول

مسعود جهش (afp,dpa)۱۳۹۱ اسفند ۱, سه‌شنبه

د آلمان کابینې مالي هيواد ته د آلماني سرتیرو د استولو پلان تصویب کړ. په دې ترتیب سره به دې افریقايي هیواد ته شاوخوا۳۳۰ آلماني سرتیري واستول شي چې د دغه هيواد د سرتیرو په روزنه، روغتیایي او لوژیستیکي برخو کې فعالیت وکړي.

https://p.dw.com/p/17h3o
انځور: picture alliance / dpa

د آلمان د دولت کابینې د سه شنبې په ورځ دوه حکموه صادر کړل. د لومړي حکم له مخې به مالي هيواد ته ۱۸۰تنه آلماني سرتیر واستول شي چې د دغه هیواد پوځ وروزي. دا په داسې حال کې ده چې د دوهم حکم له مخې به نزدې۱۵۰تنه نور آلماني سرتیري به د لوژیستیکي مرستو په برخه کې فعالیت وکړي.

آلمان له لومړي سره په مستقیم ډول د مالي په جګړه کې له ګډون څخه ډ‌ډه کړې وه. او تر اخره پورې هم پر خپل دې موقف باندې ولاړ دی. ویل کیږي چې آلمان به همداراز په مالي کې یو شمیر روغتونو ته هم خپل متخصصان واستوي.

آلمان په مالي کې د فرانسوي ځواکونو د عملیاتو له پیلیدو سره سم د دې هیواد له پوځ سره خپلې لوژیستیکې مرستې هم پیل کړې. اوس دوې آلمانۍ الوتکې د مالي له ګاونډیو هیوادونو څخه دغه هیواد ته سرتیري انتقالوي. اوس به آلمان درې نوري الوتکې هم واستوي چې د خپلو لوژیستیکې مرستو لمن پراخه کړي. دا په داسې حال کې ده چې د آلمان کابینې مالي ته د یوې «ایربس» الوتکې د استولو غوښتنه هم کړې ده چې په هوا کې فرانسوي جټ الوتکو کې تیل ورکړي.

پلان شوې ده چې په روانه اوونۍ کې به د آلمان پارلمان یا «بوندستګ» د دغو دوو حکمونو په اړه څېړنې وکړي.

د مالي د پوځ روزنیز مأموریت پیلیږي

په همدې حال کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو پر دې باندې موافقه کړې ده چې د مالي د پوځ د روزنې ماموریت پیل کړي. پر دې پلان باندي له جنورۍ میاشتې راهیسې کار روان وو.

موافقه شوې ده چې اروپايي ټولنه به مالي ته تر۵۰۰ تنو پورې روزونکي واستوي چې د ۱۵میاشتو په ترڅ کې د دغه هیواد پوځ وروزي. د مارچ میاشتې تر نیمایي پورې به په مالي کې د میشتو اروپايي سرتیرو شمیر۲۰۰ تنو ته ورسیږي. تر مارچ میاشتې وروسته به شاوخوا۲۰۰ ارويايي روزونکې د مالي۲۵۶۰سرتیري وروزي.

د روان کال په جنوري میاشت کې فرانسې په مالي کې خپل پوځي عملیات پیل کړل. هغه وخت د مالي شمالي برخې په بشپړه توګه د اسلامپالو یاغیانو تر کنترول لاندې وې. خو اوس فرانسوي ځواکونو او د هغوی افرېقايي ملګرو د دغه هیواد له ډیرو شمالي ولایتونو څخه یاغیان شړلي دي.

ویل کیږي چې په مالي کې د اروپايي ټولنې روزنیز پروګرام به پر پوځي مهارتونو سربیره پر بشري حقونو باندې هم ډیر ټینګار وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د مالي پر پوځ باندي له بشري حقونو څخه د سرغړونې تورونه هم لګول شوي دي.