1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ماشوم سرتيری

حسن بری۱۳۸۳ آذر ۳۰, دوشنبه

له ماشومانونه په جگړوکی دسرتيروپه توگه کاراخيستل افغانانوته يوه آشناخبره اوزړه دردونکې تجربه ده. مگرافغانستان دنړۍ يوازنی هيواد ندی، چيرته چی دډيرشميرماشومانودماشومتوب نړۍ ويرانه شوه او په جگړوکی له سخت ژوندون سره لاس اوگريوان شول.

https://p.dw.com/p/DMsW
په افريقا کې ماشوم سرتيری
په افريقا کې ماشوم سرتيریانځور: AP

دنړيوالواټکلونوله مخی، په ټوله نړۍ کی څه ناڅه ٣٠٠٠٠٠ ماشوم سرتیری شته. دغه ماشوم سرتيری اکثراًياددولتونودرسمی پوځونواوياهم دحکومتونو د مخالفوگوندونواوډلولخواپه زورسره دسرتيروخدمت ته جلبيږی اوجگړوته مجبوريږی.
له ماشوم سرتيرونه دکاراخيستلوامکان ډيردليلونه لری. يودليل ئی په نړۍ کی دسپکو، وړووسلوشته والی دی. د terre des hommes دنړيوالې ټولنې دآلمان داتحادی جمهوريت دڅانگې دخبريال ښاغلی ‍Andreas Riester په نظر، ددغو وسلوجوړونکی، دامريکامتحده ايالتونه، روسيه اوچين، دماشوم سرتيرو د غمجن برخه ليک مسؤل دی.