1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د فرانسې هویت باید له مهاجرو سره بدل نه شي»

۱۳۹۵ بهمن ۱۷, یکشنبه

مارين لېپن، د فرانسې جمهوري رياست ته د ښې اړخي افراطي «ملي جبهې» ګوند نومانده ده. هغه وايي چې فرانسه باید داسې يو هيواد پاتې شي چې هويت يې د مهاجرو له اړخه زيان ونه ويني او نړیوال نه شي.

https://p.dw.com/p/2X0ef
Marine Le Pen - Pressekonferenz
انځور: DW/E. Bryant

لېپن به د خپلو سياسي کمپاينونو په بهير کې د شنبې او یکشنبې په ورځو، په لئون ښار کې هغه ناسیونالیزم وستايي چې د دې ګوند فرانسې ته معرفی کړی. ميرمن لوپن وايي چې فرانسه بايد خپل پوله ساتونکي او جلا پولي واحد ولري او دغه راز هويت يې بايد د مهاجرت له موضوع اود  نړيوال کيدو له پديدې سره تغیير و نه کړي.

د لېپن تبليغاتي مبارزو له پاره دا تر ټولو ښه وخت دی ځکه په پام کې ده چې هغه د اپريل په درويشتمه او د می په اوومه ټاکنو کې جمهوري رياست ته د نوماندې په توګه ګډون وګړي. له اروپايي اتحاديې څخه د بريتانيا د وتلو تصميم (بريګزيت) او د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر په توګه د دونالد ترامپ انتخابيدل کيدای شي د لېپن پلويانو ته ښه روحيه ورکړي.

۴۸ کلنه فرانسوۍ سياستواله مارين لېپن، د فرانسې د ښي اړخ افراطي ګوند «ملي جبهې» مشره ده.

لېپن په دې ورستيو وختونو کې په يوې ټلويزيوني مرکه کې وویل: «بريګزيت پرځای دی. ښاغلی ترامپ له هغه څه چې موږ يې له کلونو راهيسې وايو، هوښيار شوی دی.»

میرمن لېپن د نړيوال کيدو، خلاصو پولو او په «زياته کچه مهاجرتونو» په ځانګړې توګه د مسلمانانو له مهاجرتونو سره سخته مخالفه ده. هغه دغو پديدو ته د نړۍ (اقتصادي ليبرال د فوق ماډل) په سترګه ګوري. د لېپن په آند، مسلمانان له فرانسويانو څخه د کسبونو فرصتونه ترلاسه کوي، د تروریزیم د خطر د زیاتيدو سبب ګرځي او د شپنيو غلو په شان د فرانسې هويت غلا کوي.

د ترامپ له خوا امريکا ته د اوو مسلمان هيوادونو پر اوسيدونکو او مهاجرو د تلو څو مياشتني بنديزونه، هغه څه ته ورته يو سیاست دی کوم چې مارين لېپن يې وايي. که چيرې فرانسه د اروپايي اتحاديې غړي او د خلاصو پولو لرونکي هيواد په څیر نه واي، د ورته اقدام ترسره کيدل په کې ناشونی نه وو.

لېپن، د ترامپ پر خلاف فرانسه کې يوه نوې سياسي څیره نه ده. هغه د ۲۰۱۱ کال راپديخو د «ملي جبهې» ګوند مشري پرغاړه لري. دغه ګوند د «وطنپرستانه اقتصاد» او «زيرک ملاتړ» نظريه مطرح کوي. د دغې نظرېې پر بنسټ پر ځينو وارداتي توکو تعرفه لګول کيږي او هغه فرانسوي شرکتونه چې له هيواده بهر کارخانې جوړوي، مجازات او جريمه کيږي.

دا د فرانسې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د لوپن دويمه مبارزه ده. هغې د ۲۰۱۲ کال په ټاکنو کې دريم مقام ترلاسه کړی وو. اوس نظر پوښتنې د هغې ځای د دوه مخکښو کانديدانو په منځ کې ښيي، خو داسې ښکاري چې هغه به د پام وړ اختلاف سره ټاکنې وبايلي.

خو کوم څه چې له مخکې يې تمه نه وه، نوې روحيه او تازه هيلې دي. د پاریس ښار اوسيدونکی ۴۴ کلن والتر فرادين، چې د «ملي جبهې» ګوند غړی دی وايي چې د امريکا په ټاکنو کې د ترامپ بريا فرانسويانو ته انګیزه ورکوي چې له لوپن څخه ملاتړ وکړي. هغه وايي: «هغه [ترامپ] چې هر څه چې وايي نو ترسره کوي یې. که چيرې تاسو د جګړې په میدان کې واوسئ له هغه ملاتړ کوي [...] مارين لوپن، زه له هغې ملاتړ کوم.»

که چيرې مارين لېپن د ټاکنو ګټونکې شي، د هغې لمړنی اقدام به له اروپايي ټولنې څخه د فرانسې ښکل وي. هغه به په خپل لمړني سفر بروکسل ته کوي تر څو فرانسه د يورو پولي واحد له حوزې، سرحدي قراردادونو او نورو حساسو مسائلو څخه خلاصه کړي.

ډیر احتمال لري چې لوپن به دغه نظريه د «بريګزيت» يا له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو له طرحې څخه اخيستې وي کوم چې د يوې ټولپوښتنې له لارې ترسره شوه.

په عين حال کې بله حساسه مسئله، فرانسې ته د مهاجرو د سيلونو په ځانګړي توګه د افريقايي هيوادونو د مهاجرو ورتلل ده. لوپن تيرکال ويلي وو چې د غيرقانوني مهاجرو ماشومان به آن ښوونځيو او دولتي تحصيلي مرکزونو ته لاسرسۍ ونه لري. د لېپن دغه څرګندونې د هغې د هغو کمپاينونو برخه ده چې غواړي دولتي خدماتو ته د مهاجرو لاسرسي محدود وي.