1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لیونیل میسي د هسپانیې بریدونو سخت پریشانه کړی دی

۱۳۹۶ مرداد ۲۸, شنبه

د هسپانیې د بارسلونا او کامبریلس تر وحشتناکو بریدونو وروسته نه یوازي ټوله هسپانیه په ویراوغم کي ده اومرستو ته یې تیاري ښوولې، بلکي د هیواد سپورټمینانو هم خپل احساسات ښکاره کړي دي، د هغې جملې څخه میسي.

https://p.dw.com/p/2iUik
Spanien Fußball Super Cup 2017 Real Madrid - FC Barcelona
انځور: Reuters/J. Medina

د بارسلونا له ټیم څخه دفټبال ستورئ لیونیل میسي د کتولونیا د پایتخت بارسلونا حملې سخت پریشانه کړی او دهغې په مقابل کي یې عکس العمل ښکاره کړئ دی. میسي په تویتر کي لیکلي دي: «زه غواړم زموږ د گراني بارسلونا د ترهگري برید دقربانیانو کورنیو او دوستانو ته خپل تسلیت وړاندي او ورسره مرسته وکړم.په عین حال کي زه غواړم ووایم ، چي زه د تشدد هرډول او شکل ردوم. زه به تسلیم نه سم. هغه کسان چه غواړي په نړئ کي په سوله او بیله کرکي او نفرت څخه او یو دبل سره په زغم او تحمل کي ژوندکول غواړي، ډیر زیات دي.»

دریال مادريد له ټیم څخه د فټبال جهاني ستوري کریستیانو رونالدو هم دغه برید څخه په «شوک او حیرت» کي لویدلی دی.

د جرمني د فټبال ټیمونو بوریسیا دورتموند، بایرن مونشن او نورو ډیرو ټیمونو هم د هسپانیې ترهگري بریدونه غندلي او د قربانیانو د فامیلونو سره یې هر ډول کومک ته تیارئ ښوولی دی.

پرورته موضوع زموږ د آرشیف څخه انځورونه دلته وگورئ(12.01.2016)