1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«لیونل میسي د افغان ماشوم لیدو ته لیوال دی»

۱۳۹۴ بهمن ۱۲, دوشنبه

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د دوشنبې په ورځ وویل چې د فوټبال ځلانده ستوری لیونل میسې، غواړي له هغه افغان ماشوم سره وویني، چې انځور یې په ټولنیزو رسنیو کې له پلاستیک څخه د میسې له یوه جوړ شوي کمیس سره، لاس پر لاس شو.

https://p.dw.com/p/1Hmkx
Mortaza Ahmadi Lionel Messi Fan Afghanistan
انځور: Mahdi Ahmadi

پنځه کلن مرتضی احمدي، د لیونل مسي سخت مینه وال دی. خو د غزني ولایت دغه اوسیدونکی د دې توان نه لري چې د مسي کمیس رانیسي.

د جنوري میاشتې په نیمایي کې د هغه مشر ورو همایون له پلاستیک څخه هغه ته د مسي کمیس جوړ کړ او په مارکر سره يې د لیونل مسي نوم ولیکی. هغه تر دې وروسته د خپل وړوکی ورور انځور په فیسبوک کې خپور کړ.

د مرتضی دغه انځور په ټولنیزو رسنیو کې ډیر لاس پر لاس شو او خبره آن تر خپله مسي پوري ورسیده. د لیونل میسي پلار جورج میسي، د شنبې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې مسي د دغه ماشوم په اړه معلومات لري او غواړي د هغه له پاره یو څه وکړي.

Schweiz, Lionel Messi Nominierter für den Fußballer des Jahres 2015
انځور: Getty Images/P. Schmidli

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د دوشنبې په ورځ وویل چې لیونیل میسي د مرتضی لیدو ته لیوال دی خو لا تر اوسه پوري يې د لیدو له پاره کومه نېټه نه ده ټاکل شوې. د دې فدراسیون ویاند سید علي کاظمي، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «مسي له فدراسیون سره په تماس کې دی او غواړي چې له دغه ماشوم سره وویني.»

بارسيلونا لا تر اوسه پوري د دې موضوع په اړه څه نه دي ویلي. خو ښایي د میسي او مرتضی لیدنه د امنیتي لاملونو له کبله په افغانستان کې و نه شي. په افغانستان کې د هسپانيا سفارت ویلي دي چې په اروپا کې د ملاقات زمینې برابرولو له پاره به هر ممکن کار وکړي.

د مرتضی پلار د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې کرونده ګر دی او وایي چې د دې توان یې نه لاره چې خپل زوی ته د میسي کمیس رانیسي. هغه زیاته کړې ده چې مرتضی د لوبو له پاره یوازې یو پنچر توب لري.