لکه په مريخ کې ژوند کول
د مريخ په نوم سياره ډېره لېرې ده او هلته ژوند له ډېر خطر سره مخامخ وي. له دې کبله څېړونکي مريخ ته سفر دلته، د ځمکې پر مخ ازموي، د دې له پاره چې يوه ورځ مريخ ته د سفر لاره هواره شوې او ښه چمتو والی ورته نيول شوی وي.
يوه آلمانۍ د مريخ پر لور
د اګست مياشتي پر۲۸ مي نېټې يوې آلمانۍ فزيکپوهي مريخ ته سفر وکړ، نه، سل په سلو کې داسې نه ده. هغې د هواي ټاپو د يوه اورغورځونکي غره په بغل کې خپله ګنبد ډوله کېږدۍ وغوړوله. هغه به هلته يو کال پاته شي او مريخ ته د يو څېړنيز سفر تجربه به وکړي.
څومره ښکې ننداره ده
کريستيانه هاينيکه به دلته يو کال ژوند کوي: د هواي پر لوي ټاپو باندې د «ماونا لوا» اورشيندي غره په لمنو کې. دلته له تيږو او ډبرو پرته ډېر څه نشته، خو څومره ښايسته منظره ده.
راحت استوګنځی
له هاينيکه سره يو ځای پنځه نور څېړونکي هم دغه ګنبد ډوله خېمې ته کډه کوي، چې د ستورو مزلو په ژبه ورته «هابيتات» وايي. دغه هابيتات څو متره جګ دی او څه نا څه ۱۱ متره قطر لري. دلته يوازې يوه کړکۍ موجوده ده. دوه واري په اونۍ کې څېړونکي له خېمې څخه وزي او دباندي خپل ماموريت ته دوام ورکوي.
سره سياره = مړه سياره
د هوای پوهنتون څېړونکي وايي چې د «ماونا لوا» اورشيندونکی غر څېړنو ته ډېر عيار دی، ځکه چې دلته بوټي او ژوي لږ دي او سمندر هم له دې ځايه نه ليدل کيږي. فضا د مريخ په څېر ده. آن ډبري هم دلته د مريخ پر سر تيږو ته ورته دي.
د مريخ غږ
څېړونکي غواړي چې مريخ ته سفر وکړي، خو چمتووالی ورته پکار دی. الوتنه ډېره اوږده ده، که کومه غلطي وشي، نو هيڅوک به له څېړونکو سره مرسته ونه شي کړای. له دې کبله څېړونکي سفر او د مريخ پر سر ژوند کول په دقيق ډول د ځمکې پر سر ازموي. د هغوی يوه لېوالتيا دا ده چې انسانان په انزوا کې څنګه ژوند کوي او کومې ستونزې له دې امله راټوکيږي.
د ګوښه ژوند له پاره زغم پکار دی
مريخ ته په سفر تلونکي بايد له تنګ چاپېريال څخه ونه ډاريږي، ځکه چې د مريخ پر سر اسوګنځي به ډېر تنګ وي. د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ م کلونو په اوږدو کې هم مريخ ته د سفر تمثيل د مسکو په شاوخوا کې وشو. دغه ماموريت ۵۲۰ ورځې دوام وکړ او تر ټولو اوږد وو. دا هغه وخت دی چې مريخ ته الوتنه او بيا راتګ کيدای شي په بر کې ونيسي.
د الپ غرونو د کنګلونو د پاسه
د «امادي ۱۵» په نوم د مريخ د ماموريت ګډونوال د کجاوې په مرسته غرونو ته وختل. دغه دوه اونيز ماموريت د اتريش د الپ غرونو په کنګلونو کې تر سره شو. دا چې دغه دوبني کنګلونه د مريخ د سطحې په څېر کنډ و کپر وي، نو څېړونکو دلته هغه موټرونه وازمويل چې مريخ ته هم وړل کيږي.
موږ په مريخ کې حضور لرو
انسانان مريخ ته رسېدلي دي، خو پخپله نه. د دې پر ځای ځانګړي موټرونه هلته ګرځي او ارقام راټولوي. د «کوريوسيتي» په نوم موټر درې کاله وړاندې مريځ ته ولاړ او د ډبرو، د مريخ د فضا او وړانګو په هکله څېړني کوي.
تر سفر مخکې هر څه ازمويل کيږي
د «انوي هاب» په نوم لابراتوار د آلمان د هوايي او فضايي چلند ادارې د طبي څانګې يو څېړنځای دی چې د مريخ لومړي ماموريت ته چمتووالی نيسي. په لابراتوار کې څېړونکي د انسان پر بدن د پردو سيارو چاپېريالي اغېزې څېړي. دلته د ساري په ډول د انسان د مغزو په ګراف کې تغييرات کتل کيږي.
څه به خورو؟
فضانوردان به د مريخ په سر څه خوري؟ د ځمکې پر سر په تجربو کې ورته ډوډۍ راوړل کيږي، چې دغه کار د يو اصلي ماموريت په ترڅ کې ناممکن دي. د کولن ښار په «انوي هاب» لابرواتوار کې څېړونکي له نباتاتو سره تجربې کوي. د بېلګي په ډول له روميانو سره تجربې کيږي ځکه چې هغه ژر غټيږي.
ولې بيا ستنېدل؟
هالنډي «مارس وان» بنسټ وايي چې ځمکې ته بيا راتګ پکار نه دی. ولې دې د مريخ په سر کلی ودان نه شي او ولې دې انسانان هلته پاته نه شي؟ مارس وان اوسمهال ۴۰ فضانوردان نيسي او غواړي چې تر ۲۰۲۷ م کاله پورې يې مريخ ته ولېږي. د دغه ماموريت تمويل په ټلويزيون کې د يوې ژوندۍ خپرونې په واسطه کيږي.
پرمختګ، خو په ډاډمن ډول
که د مريخ په لور يو ماموريت کله شروع شي، نو هيڅوک نه شي ويلای چې چمتووالی به ورته نه و نيول شوی. هيله دا ده چې د انتظار خلاف کوم څه په کې ونه ليدل شي. خو سړی نه پوهيږي.