1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لښکرگاه: یاغیانو پنځه ملکي افغانان وژلي دي

۱۳۹۱ تیر ۶, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/15LNQ

افغان چارواکو ویلي دي، چي یاغیانو په هلمند ولایت کې پنځه تنه ملکي وگړي، له دولت سره د همکاریو په تور وژلي دي. دغه پېښه د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په سنگین ولسوالۍ کي رامنځ ته سوې ده. د هلمند والي ویليٍ دي، چي تر څیړنو وروسته یاغیان په دې نه دي توانیدلي چي د هغو کسانو په کور کي چي دوی وژلي ول داسي کوم شواهد پیدا کړي، چي گويا هغوی له دولت سره مرسته کوله. ياغيانو هر وخت ملکي افغانانو ته کواښ کړی دئ، چې که له دولت سره همکاري وکړي، نو هغوی ته به سزا ورکړل سي.