لښکرګاه:65 تنه طالب جنګيالي وژل سوي
۱۳۸۷ مهر ۲۱, یکشنبهاحمدي يادونه وکړه چي د جنګياليو قوماندان، ملا قدرت الله هم د وژل شوو کسانو په جمله کي دی، خو افغان او د ناټوسرتيروته کوم تاوان نه دي رسيدلی.
په هلمندکي ډيری سرتيري برتانويان دي. احمدي وويل، طالب جنګياليو پلان درلودی چي پرون ناوخته د هلمند ولايت پر مرکز لښکرګاه باندي بريد وکړي، له هغه وروسته د ناټو او افغان ځواکونوګدعمليات د هغوی پرخلاف پيل سول.په دغو عملياتوکي د افغان پوليسو يوګاډی ويجاړ شوو، خو د سر تاوان نه دی اوښتی.
د ناټوترمشرۍ لاندي د نړيوال امنيتي مرستندوی ځواک آيساف، يوې وياندي هم د دې رپوټ پخلی وکړ او د رويترخبري آژانس ته يې وويل:« پرون شپه په لښکرګاه کي د غليم پرضد په هوايي ببماريولاس پوري شو.» هغې د طالب جنګياليو د مرګ ژوبلو څخه خبري وکړې، خو له دې څخه يې ډه ډه وکړه چي ووايي څه شمير وژل سوي دي. د آيساف وياندي زياته کړه: موږ لا تراوسه د معلوماتو په ټولولو بوخت يو».
برتانيه په هلمندکي چي ډيره زياته خاوره يې بيديا جوړوي، په زرګونو سرتيري ځای پرځای کړی دي.له 2006 کال څخه را په دې خوا برتانوي سرتيري دغه ولايت ته استول شوي او وخت په وخت د هغوی او طالب جنګياليوتر منځ نښتي کيږي، خو تر اوسه پوري د هلمند مرکز لښکر ګاه په نسبي توګه له زور زياتيوڅخه خوندي پاته و.
د افغانستان په ګاوڼديتوب، د پاکستان په يوه قبايلي ښار ګوټي باندي هم د توغندي بريدونو رپوټ ورکړل سوی.د شمالي وزيرستان، د ميرانشاه د اوسيدونکو د ويناو له مخه نن يوازي څو ساعته وروسته له هغه چي پر دغه ښار باندي دتوغندي حملي وسوې، امريکايي بې پيلوټه استخباراتي الوتکي د ميرانشاه د ښار پر فضا ښکاره سوې. ويل شوي دي چي په دغه توغندي بريدونوکي لږ ترلږه څلور کسان وژل شوي دي.
يو امنيتي چارواکي د خپل هويت د نه بربڼدولو په شرط د فرانس پريس خبري آژانس ته وويل. د توغندي بريدونو هدف د يو طالب قوماندان، عمر دراز د هستوګني ځای و.
د پاکستان د حکومت له خوا د دغو توغندي بريدونو په وړاندي کوم غبرګون نه دی ښودل سوی،خو پاکستاني پوځ وويل چي له يوې حملي څخه خبرتيا لري.
د پوځ وياند، تورن جنرال اثر عباس فرانس پرس ته وويل: موږ په ميرانشاه کي د يوې چاودني د پيښي په هکله رپوټونه لرو.» خو هغه وويل، دﺉ پخلي نه شي کولای چي آيا نوموړي توغندوي بريد د امريکايانو له خوا شوي دي که نه.