1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لږ ژونالیستان وژل شوي خو ډیر برمته شوي دي

مسعود جهش (AFP, AP)۱۳۹۲ آذر ۲۷, چهارشنبه

بې سرحده خبریالانو ویلي دي چې سږ کال د دندې پر مهال د وژل شویو خبریالانو په شمیر کې کموالی راغلی دی خو په عین حال کې یې روښانه کړې ده چې د برمته او لادرکه شویو خبریالانو په شمیر کې لوړوالی رامنځ ته شوی دی.

https://p.dw.com/p/1Ac5s
انځور: picture-alliance/dpa

بې سرحده خبریالانو ویلي دي چې سږ کال په ټولې نړۍ کې ۷۱ خبریالان د دندې پر مهال او یا هم د هغوی کار پورې تړلو مسایلو له کبله وژل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې تیر کال د وژل شویو خبریالانو شمیر ۸۸ تنو ته رسیده. که څه هم سږ کال د تیر کال په پرتله لږ خبریالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی خو بیا هم نورو کلونو ته په کتو سره اوس هم د وژل شویو خبریالانو شمیره ډیره لوړه ده.

د بې سرحده خبریالانو ډلې چې مقر یې په پاریس کې دی، ویلي دي چې سوریه، سومالیا او پاکستان په ټولنې نړۍ کې د خبریالانو له پاره تر ټولو خطرناکه هیوادونه دي. تر دغو درو هیوادونو وروسته بیا د خبریالانو له پاره د خطرناکو هیوادونو په نوملړ کې د مکسیکو او برازیل نومونه راغلي دي.

په سوریې کې د خبریالانو برمته کیدل

که څه هم په روان کال کې د وژل شویو خبریالانو په شمیر کې کموالی راغلی دی، خو بیا هم بې سرحده خبریالانو ویلي دي چې په روان کال کې د برمته شویو خبریالانو شمیر ۸۷ تنو ته رسیدلی دی. دا په داسې حال کې ده چې تیر کال دغه شمیره یوازې ۳۸ وه. بې سرحده خبریالانو ویلي دي چې په روان کال کې د خبریالانو د برمته کولو نیمایي پیښې یوازې په سوریې کې رامنځ ته شوې دي.

د دغې ډلې له خوا په خپور شوي رپوت کې راغلي دي: «په ۲۰۱۳ کال کې په سوریې کې د برمته کولو پېښې ډیرې شوې دي. په دې هیواد کې د خبریالانو برمته کولو یوه سیستماتیکه بڼه غوره کړې ده چې له کبله یې ډیر خبریالان سیمې ته له تلو څخه ډډه کوي.»
بې سرحده خبریالانو په خپل رپوټ کې زیاته کړې ده: «همدا اوس په سوریې کې لږ تر لږه ۱۸ بهرني او ۲۲ سوریایي ژونالیستان یا خو برمته شوي دي او یا هم لادرکه دي.»

دې ډلې روښانه کړې ده چې د سوریې د کړکیچ له کبله لږ تر لږه ۳۱ مسلکي ژورنالیستانو دغه هیواد پریښی دی او گاونډیو هیوادونو ته کډوال شوي دي.

بې سرحد خبریالانو ویلي دي چې اوس مهال په نړۍ کې لږ تر لږه ۱۷۸ خبریالان په زندانونو کې وخت تیروي چې ډیر شمیر یې په جین، ایریتریا، ترکیې، ایران او سوریې کې دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب