ليوشیاوبو ولي دچين اوله درجه دښمن دی ؟
۱۳۸۹ آذر ۱۹, جمعهڅنګه کيدای سي چې په چين کې يو روښان فکره په خطرکې وي ؟ ليوشیاوبو په کال 2008 ميلادي کي د نورو چيني روښان فکرانوسره د خلکو د حقوقو د ساتني او پالني د هڅو کونکو په تړاو د چارتا 08 په نامه د يوې اتحاديې اساس کښيښوی ، هغه چي په چين کې د سياسي ريفورمونو او دموکراسۍ د اواز پورته کول غوښتل . خو د چين حکومت دغه چارتا 08 يو تحريک بولي .
د هنکانګ مشهور ژورنالست او د چين په کارپوه ويلي لام وايي چي پيکينګ اصلأ ليو د مزاحمت يوعامل بولي ، کوم چي د چين ثبات او امنيت ته يو خطر دی . د همدې کبله ويلي لام دده د د عاجلي جزأ ورکولو په هکله وايی ،
« داچي ليو په 11 کاله بند محکوم سو، کيدای سي چي دا د چين د کمونستي پارټي د سياسي دفتر يوه قاطع فيصله وي ، »
د ليو د پاره د نوبل د جايزي ورکول ، اصلأ د چين د پاره دغربيانو او خارجيانو يوه توطيه ده ، خو د چين هيواد دا کار ددغه هيواد د قدرت لاندي کيدل بولي ، د چين حکومت د نړيوالو متحدينو هغه غوښتني چي د سږ کال د نوبل د جايزېوړونکی ليو آزاد سي ، پروا ونکړه .
ينګ يانګ/ ګرديوال
کتونکی : محمد قاسم نوري