1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ليوشياوبو څوک دی، او آيا د نوبل دسولي د جايزې مستحق دی

۱۳۸۹ آذر ۱۹, جمعه

له لسيزو را په دې خوا ليوشياوبو په چين کي د کمونسټي رژيم د ډيرو سرسختو انتقاد کونکو له جملې څخه شميرل کيږي . ددو کلونو را په دې خوا هغه په زندان کي پروت دی

https://p.dw.com/p/QVGv
ليوشياوبو او دده ماندينه
ليوشياوبو او دده ماندينهانځور: AP

دغه د ټينګي ارادې خاوند سړي ته چي د 50 کلونو په شا او خوا کي عمر لري، د زندان د پلنو ديوالونو شا کي ژوند کول، کومه نوي خبره نه ده. د آلمان له يوي تلويزوني شبکي ARD سره په يوه مرکه شياوبو له خپلي هغي يو خاطر څخه کيسه کوي چي د چين د 1989 کال د ديموکراسي د غورځنګ د خونړي ټکوني څخه وروسته، دي څرنګه د لومړي ځل لپاره بندي شو:

«زه له خپل بايسکل سره د کور په لور روان وم. تقريبا نيمه شپه وه. يو موټر په سړک کي ما پسي روان ؤ او بالاخره زه يي درولو ته مجبوره کړم. څو تنه له موټره راووتل. هغوي زما سترګي او خوله راباندي وتړل او موټر ته يي واچولم. د ويري او وحشت فضاء وه. سخته ويريدلي وم. نه پوهيدم چي چيرته مي وړي. ما فکر کاوه چي ښايي چيرته وليږدول شم او بيا هلته مي ووژني.»

ليو شياوبو چي د ادبياتو عالم دي په 1989 کال کي د هغو چينايي محصلينو تر څنګ ودريد چي د ديموکراسي لپاره يي په پاڅون لاس پوري کړي ؤ. دوو کلونو قيد او د زندان ناخوالي په هغه وخت کي د ځوان شياوبو اراده بدله نه کړه. هغه په 1995 او 1996 کلونو کي بياهم زندان ته واچول شو.

ليو شياوبو د چين د ديموکراسي له غورځنګ سره خپل برخه ليک تړلي دي او هغه د پيکنک د تياننمن په ستر ميدان کي د 1989 کال د قربانيانو په وړاندي د مسووليت احساس کوي:

«په هغه وخت کي د جون په څلورمه ډير خلک ووژل شول. زه فکر کوم چي د ژونديو پاتي شوو کسانو له جملي څخه دا زما مسووليت دي چي د هغوي يادون وکړم او د هغو سرښندني را په ياد کړم، د عدالت لپاره مبارزه وکړم. زه د وژل شوو کسانو په وړاندي يو ډول د مسووليت احساس کوم چي نه شم کولاي ځان تري خلاص کړم.»

د 2008 کال په پاي کي ليو شياوبو يو ځل بيا بندي شو. په دي «جرم» چي د «اتم منشور» د اصلي مبتکرينو له جملي څخه دي او دغه منشور يي د بشري حقونو د نړيوالي اعلاميي د 60 کاليزي په مناسبت خپور کړي دي. «اتم منشور» د چين د سياسي عصر کولو لپاره يو مانفيست دي. په دي مانيفست کي د زورزيايتو د مخنيوي، د بيان آزادي او د سياسي ګوندونو د آزادي سيالي لپاره غوښتنه شوي ده. د هغه ميرمني، ليو شيا، د دي ميلادي کال په دوبي کي وويل چي هغه آن په هغه وخت کي پوهيده چي د چين کمونستي ګوند به د هغي خاوند ته د «اتم منشور» د جوړولو په خاطر سخته سزا ورکړي:

«که بل څوک د هغه پر ځاي واي ، ښايي لا مخکي تسليم شوي واي، خو د شياوبو تينګ عزم او اراده د حيرانتيا خبره ده. کله چي دي په يوه څه باور ولري، نوبياڅوک د هغه مخه نيولاي نه شوي، حتی که چيري پوه هم وي چي ښايي هيڅکله هدف ته هم ونه رسيږي. هغه يو سخت سري خوي لري.»

تر اوسه پوري څه د پاسه لس زره چينايانو « اتم منشور» لاس ليک کړي دي. د 2009 کال په همدي شپو او ورځو کي هغه د چين د حکومت له خوا د «ورانکاريو» په تور په څه پاسه 11 کلونو قيد محکوم شو.

له کوم کړاونو سره چي شياوبو اوس مخامخ دي، هغه لا مخکي يي وړاندوينه کړي وه . شياوبو په 2007 کال کي د پيګنګ په يو هوتل کي په يوي وينا کي وويل:

«ما يوځلي ؤ چي د يو ناراضي کاري خطر دا دي چي خپله آزادي له لاسه ورکړي او تر څارني لاندي ونيول شي. د يوناراضي په توګه دا اوس زما کار دي . د ځينو په نظر ښايي ته يو يو ډي ستر اتل اوسي. خو په يو څه بايد ستا سر خلاص وي چي ته دا تصميم خپله ونيسي . ته کولای شي يو بل کار او بار وکړي، مثلا يو سوداګر اوسي، يو ښوونکي اوسي اويا څوک چي له پيسو سره مينه لري په سوداګري لاس پوري کړي. کله چي تا خپل تصميم ونيو چي ته څه کول غواړي، بيا ته بايد د هر خطر او فشار په وړاندي په پوره ډاډ سره ودريږي، په خپل ځان باندي باور او زغم سره.»

ليو شياوبو د پينکنګ په شمال 500 کيلو متري ليري له خپل وطن څخه په يو زندان کي شپي او ورځي سبا کوي. په مياشت کي يو ځل پاي واز ورته اجازه لري، خو د هغه ميرمن، ليو شيا اجازه نه لري چي له خپل خاوند سره وګوري، ځکه هغه هم په خپل کور کي نظربنده ده.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکی : محمد قاسم نوري