1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لينا د سپوږمکۍ په مرسته بريالۍ سوه

۱۳۸۹ خرداد ۱۰, دوشنبه

د شنبې په شپه په ناروې کي د يورو ويژن د سندرو په سيالۍ د24 اروپايي هيوادونو د سندرغاړو تر منځ د لينا د سټلايټ يا سپوږمکۍ سندري لومړی مقام تر لاسه کړی...

https://p.dw.com/p/NdUc
ما پخوا په ښوونځي کې د موسيقۍ په يوه ډله کې سندرې ويلې.
ما پخوا په ښوونځي کې د موسيقۍ په يوه ډله کې سندرې ويلې.انځور: EBU

د ۲۰۰۹ م کال په مني کې هغه د څلور نيم زرو برخه اخيستونکو له جملې څخه د ځلانده ستوري په توګه غوره شوه. هغې تر دې وړاندې يوازې کله نا کله د نندارچيانو په مخکې سندرې ويلې وې. دا وايي:

«ما پخوا په ښوونځي کې د موسيقۍ په يوه ډله کې سندرې ويلې، دوه تر پنځو ځله پورې مې په يو لوی تالار کې خپلې سندرې اورولې وې. نيا او نيکه مې راته چک چکې کولې، ځکه مې تصميم ونيو چې د هغو خلکو حضور ته هم ورشم چې په سندرو کې تخصص لري. بيا کولن ته ولاړمه او سندرې مې ورته وويلې. ما هيڅ داسې نه انګېرل چې راغواړي به مې. هر څه مې د ياده وتلي وو کله چې يو ناڅابه راته تليفون وشو او زه ورپسې بيا ډېره خوشاله وم.»

د اوسلو لپاره د غوره ستوري تر نندارې وروسته دغې زده کونکې چې له هانوور څخه راځي، يوه مشهوره سندره بازار ته راوويستله او هغه د سپوږمکۍ په شان له خپلو سيالانو څخه بره ولاړه.

په ۱۹۵۹ م کال کې په اول ځل سندرو ته د مقامونو د ورکړې راهيسې دغه ځوانه زده کونکې اولنۍ سندرغاړې ده چې په يو وار درې سندرې يې ډېر ژر په برترو سندرو کې راغلې دي. لېنا ځکه خوشاله ده، خو بيا هم په هوا کيږي نه، او حقيقت وينه ده:

«نه، ټول عمر به مې هر څه همداسې ښه نه وي. اوس د دې وخت دی او هر څه ډېر ښايسته دي چې زه پرې شکر وباسم، خو هر شی بيا پای هم لري. تر څو پورې چې خلک ما خوښوي، زه هم خوشاله يم. زه دې ته کار کوم چې نوره هم پسې وځلېږم.«

دغي ځواني زده کونکي هغه څه لاس ته وروړي دي چې ډېر خلک يې يوازې خوبونه ويني
دغي ځواني زده کونکي هغه څه لاس ته وروړي دي چې ډېر خلک يې يوازې خوبونه وينيانځور: picture alliance/dpa

د سندرغاړې په توګه تر مشهور کېدلو مخکې لېنا ماير لاندروت د بالېت، جېز او شوو نڅا زده کوله، خو په اصل کې هغه يوه عادي زده کونکې وه. اوس دغه ۱۹ کلنه نجلۍ خپلې بکالوريا ته تياری نيسي. هغه په دې بريالۍ شوې هم ده چې د سندرو يو البوم ثبت کي چې «ماي کېسټ پلاير» نوميږي.

دغه ځوانه زده کونکې هغه څه لاس ته وروړي دي چې ډېر خلک يې يوازې خوبونه ويني. نيم کال مخکې چا نه پېژندله، خو اوس يې نوم په رسنيو کې تل ياديږي او د سرک په سر يې د هغې په وړاندې ډېره لېوالتيا ښودل کيږي. هغه په دې اړه وايي:

«کله چې يو څه په ورځپاڼه کې لولم او يا خپل ځان په تلويزيون کې ووينم، نو دا هر څه راته حقيقي نه ايسي. خو کله چې د سرک په سر کوم څوک ما وپېژني، نو پوهېږم چې څومره ښه او عجيبه کار دی. بيا چې کله خلک راته ډېره لېوالتيا نه ښېي، نو ورباندې ډېر چرت نه وهم.«

په ناروې کې د شنبې په شپه د يورو ويژن د سندرو په سيالۍ د ۲۴ اروپايي هيوادونو د سندرغاړو تر منځ د لينا د سټلايټ يا سپوږمکۍ سندرۍ لومړی مقام تر لاسه کړی.

لينا په خپله وايي زه به دغه صحنه هيڅ کله هيره نه کړم. د دومره ډيرو خلکو په مخ کي سندره ويل يو لوی کار دی. ما ډير ښه کار وکړئ.

دې ۱۹ کلني سندرغاړي ته د المان لومړۍ وزير مېرمن انگيلا ميرکل هم مبارکي ويلې ده.

د شبنې په ماښام د جرمني د هانوور په ښار کي چي لينا د هغه ښار اوسيدونکې ده ټوله شپه جشن نيول سوی و.

AG/ زيارمل

کتونکی. زيارمل