1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لوی درستيز: په دغه وسلو امنيتي اړتياوي د پوره کېدو ندي

۱۳۸۹ دی ۲۹, چهارشنبه

د افغان پوځ جنرالان وايي ځواکونه يي په تيرو څو کلونو کي هغسي ندي سمبال سوي چي د ملک امنيتي ننګونو ته په سمه توګه ځواب ورکړي.

https://p.dw.com/p/QtOU
افغان پوځ د امنيتي مسوليتونو د ملنو په درشل کي د تجهيزاتو د کمښت په اړه خبرداری ورکوي
افغان پوځ د امنيتي مسوليتونو د ملنو په درشل کي د تجهيزاتو د کمښت په اړه خبرداری ورکويانځور: AP

روان۲۰۱۱ کال له بهرنيو ځواکونو افغان سرتيرو ته د امنيتي مسوليتونو د سپارلو پيلامه بلل کيږي.

د ملي پوځ لوي درستيز خبرداری ورکوي چي ځواکونه يي د پرمختللو وسلو او جګړيزو نورو توکو له کمښت سره مخامخ دي.

جنرال شيرمحمد کريمي وايي که چيري افغان ځواکونه په درنو وسلو او هوايي ځواک سمبال نسي نو هغوی نسي کولای چي له ۲۰۱۴ کال وروسته هم د ملک امنيتي اړتياوو ته ځواب ووايي.

د کريمي وينا ده چي د امنيتي مسوليتونو د انتقال پروسه پيل سوې خو دا په دې مانا نه ده چي له ۲۰۱۴ کال وروسته به د ګڼ مليتيزه ځواک سرتيري په افغانستان کي نه وي.

« زموږ بنسټيزه ستونزه د اساسي قابليتونو په برخه کي ده، لکه توپچي، لوژستيک، هوايي ځواک او د سرتيرو د ليږد راليږد مسله».

په ورته وخت کي يو شمير افغان کارپوهان په دې باور دي چي که چيري افغان ځواکونه په اساسي وسايلو سمبال سي د نړۍ هغو انديښنو ته به ځواب ويل سوي وي چي په دغه برخه کي يي لري.

د سياسي چارو مبصر عصمت قانع وايي چي، تر څو د بهرنيو ځواکونو انديښنو ته ځواب ويل سوی وي د افغان ځواکونو قابليتونه بايد په پرمختللو وسلو لوړ سي.

که څه هم ايساف ځواکونه وايي چي له بهرنيو ځواکونو څخه کورنيو ته د امنيتي مسوليتونو د سپارلو پروسه لا وختي پيل سوې خو د افغانستان د وسله والوځواکونو لوي درستيز وايي چي په دې اړه بايد هيڅ ډول انديښنه موجودنه نه وي ځکه بهرني ځواکون به له ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کي شتون ولري.

« د امنيتي مسوليتونو د ليږد پروسه يوه پروسه ده، نه واقعه او نه هم کومه پيښه، د ايساف ځواکونه به له ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کي وي، دا په دې مانا نه ده چي په هغه کال کي به ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وزي».

دا په داسي حال کي ده چي يو شمير افغانان او د سياسي چارو شنونکي په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونود دايمي پاته کيدو په اړه بيلا بيل نظرونه لري.

هغوی وايي، که چيري بهرني ځواکونه په پشپړه توګه له افغانستان څخه ووزي نو کورنۍ جګړې به پيل سي، اوسنۍ واکمنۍ به ړنګه سي او همدا راز ددې شونتيا هم سته چي طالبان بيرته واک ته ورسيږي.

خو يوه ډله نوربيا په دي اند دي چي په افغانستان کي بيا د بهرنيو ځواکونو موجوديت د ولسي خلکو د مرګ ژوبلي سربيره د جګړې د دوام او ګنونورو ناوخوال لامل ګرځيدلی.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل