لویدیڅي افریقا په مالي او گني بساو کې د سولې غږ وکړ
۱۳۹۱ اردیبهشت ۸, جمعهاعلان
د لویدیځې افریقا اقتصادي سازمان ایکواس، مالي او ګني بساو ته ژر تر ژره د سرتیرو د استولو پریکړه کړې ده چې په دغو هیوادونو کې تر پوځي کودتاو وروسته د مؤقتي حکومت څارنه وکړي.
د عاج د ساحل په پلازمینه ابیجان کې د افریقايي ټولنې د دولتونو مشرانو په دې ځانګړې سرمشریزه کې له کودتا کونکو څخه هم د واک څخه د لاس په سر کیدو غوښتنه وکړه.
په مالي کې پوځ د مارچ د میاشتې په ۲۲ نیټه او په ګني بساو کې د اپریل په ۱۲ نیټه کودتاوې وشوې او د حکومت چارې پوځ په لاس کې واخیستې.