1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لوګر ـ هاوان پلار او څلور بچي وژل

۱۳۹۶ مرداد ۱۴, شنبه

یوه افغان چارواکي د شنبې په ورځ وویل چې د افغانستان په مرکزي لوګر ولایت کې د طالبانو له لوري د هاوان د ممکنه برید له کبله د یوې کورنۍ څخه د پلار او ماشومانو په ګډون پنځه غړي وژل شوي.

https://p.dw.com/p/2hjiD
Karte Afghanistan Provinz Logar Deutsch
انځور: DW

میر حیدر سیلاب، د لوګر د والي ویاند د آلمان خبري آژانس ته په دې هکله وویل چې دغه پیښه د دې  ولایت په مرکز د پل علم ښار په علوزی سیمه کې رامنځته شوې. سیلاب زیاتوي چې «په قربانیانو کې څلور ماشومان او د دوی پلار شامل دي. هغه وايي چې د ماشومانو له ډلې څخه دوه هلکان او دوه نجونې دي چې عمرونه یې هم د ۵ او ۱۳ کلونو ترمنځ دي.»

سیلاب همدا راز وویل چې افغان امنیتي ځواکونه دې سیمې ته د یوې امنیتي پوستې د جوړولو په هدف تللي وو او دوی د طالبانو تر برید لاندې راغلل. نوموړی زیاتوي چې د طالبانو لخوا فیر شوې د هاوان یوه مرمۍ د ملکیانو یو کور په نخښه کړی او مرګ ژوبله هم لري.

د سیلاب په حواله د هاوان د مرمۍ له امله شاوخوا کورونه او یو جومات هم سخت زیانمن شوي دي.دا په داسې حال کې ده چې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې له امله ډیری وخت ملکي کسانو ته تلفات رسیږي.

تر دې مخک، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د همکارۍ ماموریت یا یوناما په جولای میاشت کې په خپل یوه رپوټ کې ویلي وو چې په افغانستان کې د ټولو ملکي تلفاتو یو پر دریمه برخه د یاغیانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ په ځمکني جګړو کې رامنځته شوي دي.