لويه څارنوالي:د افغانستان د اداري فساد ريښې د باندي دي
۱۳۹۰ خرداد ۱۵, یکشنبهد لوی څارنوالۍ وياند وايي چي په دې کسانو کي وزيران، واليان او د حکومت داسي نور کسان شامل دي.
د لوی څارنوالی وياند امان الله ايمان د يکشنبې په ورځ په کابل کي په يوه خبري غونډه کي وويل، د افغانستان په دولت کي اداري فساد بهرنۍ ريښې لري، ځکه نو دغو جرمنو ته د رسيدو دپاره وخت ته اړتیا ده.
د ايمان په خبره هغه کسان چي په ستر فسادونو کي لاس لري د افغانستان څخه د باندي اوسیږي او افغان حکومت د هغوی په راغوښتلو کي ستونزي لري.
هغه وويل چي په اداري فساد کي ددغو کسانو شکېلتيا افغانستان د يو جدي چلند سره مخ کړی دی.
د څارنوالی وياند وويل چي ددغو کسانو ځني دوسيې دومره ستري ده چي د هر يو دا د ۱۰۰۰ عادي دوسيو سره برابري دي.
تر دې دمخه هم ويل کيدل چي هغه کسان چي په اداري فساد اخته دي سياسي ملاتړ دځان سره لري. خو د لوی څارنوال وياند وايي چي« موږ نه دي ويلي چي په دولت کي دننه ددوی حمايه کيږي، بلکي د هغوی بهرنيو ريښو داسي زمينه مساعده کړې چي موږ و نه سو کولای چي لکه څنگه چي غواړو هغسي رسيدگي ورته وکړي.»
په ټوليزه توگه لوی څارنوالۍ تر د اداري فساد په اړه تر اوسه پوري ۹۲۹ دوسيې بررسي کړي چي د هغې جملې څخه يې ۴۳۰ دوسيې د حکم د صادريدو له پاره قضايي ارگانونو ته لیږلي دي.
په لوی څارنوالي کي فساد
د لوی څارنوالۍ په اړه هم داسي ويل کيږي چي مامورين يې په رشوت اخته دي ښاغلي ايمان وويل چي« لويه څارنوالي د فساد څخه مستثنا نه ده په ځينو برخو کي فساد سته، موږ په دې اړه گامونه پورته کړي دي.»
هغه وويل چي د تيرکال په جريان کي د ۸۰ څخه تر ۹۰ تنه څارنولان د رشوت په تور نيول سوي.
وروسته له هغه چي د لندن په کنفرانس کي نړيواله ټولنه تر هرڅه د مخه په افغانستان کي د اداري فساد په وړاندي د مبارزې غوښتونکې سوه. ولسمشر حامد کرزي وعده وکړه چي هغه دولتي چارواکي چي په فساد کي لاس لري د يوې ځانگړي محکمې لخوا به محاکمه سي.
که څه هم چي د لوی څارنوالۍ ویاند وايي چي دغه محکمه جوړ سوې، خو تراوسه پوري د هغې د فعاليتونو په اړه د رسنيو په اختيار کي څه نه دي ورکړل سوي.
حسين سيرت/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل