1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«لومړي وزارت ته ځان نه کانديدوم»

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ تیر ۱۰, پنجشنبه

د لندن پخواني ښاروال بورس جانسن، ویلي دي چې د بریتانیا لومړي وزارت ته به ځان کانديد نه کي. دغه بریتانوي سیاستوال د بریتانیا په ریفرندوم کې له اروپايي ټولني څخه د وتلو له پاره کمپاین کاوه.

https://p.dw.com/p/1JGpQ
انځور: Reuters/T. Melville

له هغه وروسته چې د بریتانیا د ریفرندوم پایلې وښووله چې د دې هیواد ډېر وګړي غواړي بریتانیا له اروپايي ټولني ووځي، او د بوریس جانسون اړخ د ریفرندوم ګټونکی شو، نو د بریتانیا لومړي وزیر دیوید کامرون پریکړه وکړه چې په درو میاشتو کې به له خپلې دندې استعفا وکړي.

ډېر کارپوهانو تمه لرله چې بورس جانسون به د محافظه کاره ګوند مشرتوب په لاس کې واخلي او په دې ترتیب سره به د بریتانیا لومړی وزیر شي، خو هغه د پنجشنبې په ورځ په ناڅاپي توګه اعلان وکړ چې ځان به دغي دندې ته کانديد نه کړي.

هغه وویل: «له همکارانو سره تر مشورو وروسته او د پارلمان وضعیت ته په کتو سره، زه نه شم کولای هغه کس [د محافظه کاره ګوند مشر] واوسم.»

هغه ویلي دي چې په اوسني وخت کې بریتانیا داسې یوه کس ته اړتیا لري چې وکولای شي ټول سره یو کړي. هغه زیاته کړې ده: «زما نقش به دا وي چې د محافظه کارانو ادارې راتلونکي مشر هر ډول ملاتړ وکړم چې موږ وکولای شو هغه ماموریت په سمه توګه سر ته ورسوو چې د خلکو له خوا تر ټولپوښتني وروسته موږ ته راسپارل شوی دی. »

باریس جانس دغه اعلان څو ساعته وروسته له هغه وکړ چې د بریتانیا د عدلیې وزیر مایکل ګوف، د محافظه کاره ګوند مشرتوب ته ځان ونوماوه.

بوریس جانسون له اروپايي ټولني څخه د بریتانیا د وتلو سخت کمپاین کوونکی وو. خو ډیرو پر هغه باندې نیوکه وکړه چې یوازي غواړې د بریتانیا لومړی وزیر شي او له همدې کبله یې د لومړي وزیر دیوید کمرون، پر ضد کمپاین وکړ.

پر هغه او له اروپايي ټولنې څخه د وتلو پر ډیر پلوي سیاستوالو باندي تور لګول کیږي چې د راتلونکې له پاره یې پلانونه نه لرل او خلکو ته یې ډیري تشې وعدې ورکړي دي.