لومړني آلماني سرتیري د ترکیې په لور روان شول
۱۳۹۱ دی ۱۹, سهشنبهاعلان
الماني پوځ د سه شنبې په ورځ ترکیې ته خپل لمړني سرتیري استوي، چې په دغه هیواد کې د پاتریوت د توغندیو دفاعي سیستم د رادار نصبولو له پاره تیاري ونیسي.
تقریبأ ۲۰ پوځي کارپوهان او د هغوی ملاتړ کوونکي به له هالندي سرتیرو سره یو ځای له «ایندهوفن» څخه د ترکیې پو لور روان شي.
دا په داسې حال کې ده چې له «تراوه موینده» څخه ۳۰۰ پوځي وسایط او ۱۳۰ کانتینرونه د کښتیانو پواسطه ترکیې ته انتقال شي.
آلماني پوځ به د هالند او امريکا متحده ايالاتو سره یو ځای د ناټو غړی هیواد ترکیه، د سوریې د احتمالي بریدونو پر وړاندې حمایه کړي. آلمان به د پاتریوت توغندیو سیستم د نصبولو له پاره ترکیې ته ټول ټال ۳۵۰ سرتیري واستوي.