1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لودين: د پاکستان له سفره ډيري هيلي لرو

۱۳۸۹ دی ۱۳, دوشنبه

ټاکل سوې چي د سولي د علي شورا مشران د سه شنبې په ورځ د پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره په يو درې ورځني سفر اسلام آباد ته ولاړ سي.

https://p.dw.com/p/Qlvt
د سولي د عالي شورا مشر برهان الدين رباني
د سولي د عالي شورا مشر برهان الدين ربانيانځور: DW

د سولي په موخه د دغه جوړي سوي شورا مشري پخواني جمهوري ريس برهان الدين رباني کوي چي ټاکل سوي صبا پاکستان ته سفر وکړي.

د سولي د عالي شورا سرچينو نن دويچه ويله ته په کابل کي وويل چي د دوی يو عالي رتبه پلاوي به په اسلام آباد کي له ولسمشر يوسف رضا ګيلاني او لومړي وزير آصف علي زرداري سره وګوري.

په افغانستان کي د سولي د راستلو لپاره د پاکستان رول کليدي شميرل کيږي، په داسي حال کي چي دغه هيواد تل په افغانستان کي د سياسي او اقتصادي نفوذ د درلودو هڅه کړې ده.

د خارجي رسنيو په رپوټونو کي راغلي چي د طالبانو ګڼ شمير کليدي مشران په پاکستان کي پټ سوي دي او هغوی ځکه هلته د خوندي توب احساس کوي چي د هغه ملک د پټ څاري ادارې ملاتړ له ځان سره لري.

اسلام آباد اوس دې ته پوره چمتو والی ښيي چي د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولي په ډيالوګ کي د منځګړي رول ولوبوي.

د برهان الدين رباني مرستيال عطاالله لودين وايي چي د پاکستان درې ورځني سفر ته ډير خوشبينه دی او تمه لري چي په ډکو لاسونو له دغه هيواد څخه بيرته را ستانه سي.

د سولي لپاره هڅي پر داسي محال پيل سوي چي افغانستان يو بل خونړۍ کال هم شاته پريښود.

په ۲۰۱۰ کال کي شاوخوا اته زره انسانان په افغانستان کي وژل سوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري وايي چي تير کال د مرګ ژوبلي له پلوه د طالبانو تر نسکوريدو وروسته تر ټولو خونړی وو.

کله چي په ۲۰۱۱ کال کي د طالبانو حکومت ونړيد ويل کيږي ډيری ياغي طالبان د هغوی د مشرانو په ګډون د پاکستان خاوري ته وتښتيدل.

څه موده دمخه د دغي ډلي يو کليدي غړی ملاعبدالغني برادر هم د پاکستان د سند په کراچۍ ښارکي ونيول سو چي تر اوسه له پاکستاني حکومت سره په بند کي دی.

د سولي د عالي شورا سرچيني وايي چي دوی په دې پوهيږي چي له طالبانوسره د دوی په خبروکي پاکستان کليدي رول لري او له همکارۍ پرته يي هيڅ هم شونې نه ده.

عرب ورځپاڼي عرب ټايمز د سولي د عالي شورا له يوه غړي چي يو مهال د طالبانو د حکومت عالي رتبه مقام وو په حواله ليکي چي لږ ترلږه د طالبانو ۲۹ کليدي مشران له ۲۰۰۱کال راهيسي په پاکستان کي نيول سوي دي.

د کابل او اسلام آباد تر منځ اړيکي له ډيره وخته راهيسي لانجمني وي خو کله چي په ۲۰۰۸ کال کي زرداري له مشرف څخه واک تر لاسه کړ، دا هيلي زرغوني سوې چي د کابل او اسلام آباد په راوبطو کي به ښه والي راځي چي تر ډيره بريده د منلو وړ دي.

خو اوس دا مخکي له وخته خبره ده چي ايا د سولي د عالي شورا پلاوي به په پاکستان کي په واقعي توګه د پاکستاني لوري صادقانه ملاتړ تر لاسه کړي که څنګه.

ليکن د افغان دولت له لوري له نارضيانوسره د سولي لپاره جوړه سوې شورا په خپلو هڅو کي چټکه بريښي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل