1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لودين:د پوځي روغتون پيسې نه دي ورکي سوي

۱۳۹۱ تیر ۴, یکشنبه

له سردار محمد داود خان پوځي روغتون څخه د تري تم شویوملیونونو ډالرو په اړه له تیر یوه کال راهیسي په مطبوعاتو کي خبري کیدې. خو اوس حکومت وايي، چي په اړه ئې تحقیق پای ته رسېدلی دئ.

https://p.dw.com/p/15KXQ
انځور: picture-alliance/dpa

پوښتني گروېږني ښيي چې دغه روغتون ته یو ډالر هم په نغدي توګه نه دئ ورکړل سوی او هغه دارو درمل چي د امریکا متحده ايالاتو له روغتون سره مرسته کړي دي، نه دي معلوم چي چا ته ورکړل شوي دي.

امریکايي چارواکو ویلي ول، چي دوی په دغو پیسو پوځي روغتون ته پرمختللي طبي ماشینونه او دارو درمل برابر کړي ول. خو اوس داسي ښکاري چي نه د ماشینونو درک شته او نه هم هغه اصیل امریکايي دارو په روغتون کي سته چي ډير لوړ کیفیت لري.

له اداري فساد سره د مبارزې د ځانګړي ادارې مشر عزیزالله لودین په خبره، دوی وموندل چي له روغتون څخه هیڅ راز پیسې نه دي ورکي شوي، او دا یوازي د غربي مطبوعاتو آوازې او د یو شمیر تور لګوونکو بهرنیانو ډنډورې وې.

لودین وايي، چي د دوی څېړنه له ناټو سره په ګډه تر سره شوې ده او دا پایلي ئې تازه ترلاسه کړي دي.

د نوموړي په خبره، چي د پوځ له څلور سوه بستریز روغتون سره یو ډالر نغدي مرسته هم نه ده شوې.

«په روغتون کي چي دا آوازې وي چي۴۲ ميلیونه ډالره ورک شوي دي یو ډالر هم نغد نه دئ ورکړل شوی، ماشین الات نه په چا پسي قید شوي دي او نه هم هغه ۶ زره قلمه دارو ګان چي روغتون ته راوړل شوي دي، داسي کسانو ته نه دي سپارل شوي چي هغه جواب ورکړي او د مصرف او لګښت په اړه ئې راپور ولري، دا نه ده معلومه چي امریکایانو دا درمل چا ته ورکړي دي».

په داسي حال کي چي د امریکا متحده ایالات له افغانستان سره د مرسته کوونکو هیوادونوپه ډله کي لومړی ځای لري، له اداري فساد سره د مبارزې اداره، تور لګوي چي له څلور سوه بستریز روغتون سره د امریکا د مرسته شویو دارو درملو د استفادې موده سر ته رسېدلې وه او ګڼو دارو ګانو خپل اصلي کیفیت له لاسه ورکړی وو.

د لودین په وینا چي داسي وسایل هم دغه روغتون ته ورکړل شوي دي چي دلته ئې په کارولو څوک نه پوهیږي:

«دا نه وایو چي امریکایانو له پوځي روغتون سره مرسته نه ده کړې، ځیني دارو ئې راوړي او په یو ځای کښي ئې ایښي دي، پرته له دې چي چا ته ئې تسلیم کړي، کله چي زموږ ټیم له امریکایانو پوښتنه وکړه چي دا دارو ئې چا ته سپارلي دي، هغوی وايي، چي دا زموږ سلاکارانو ته سپارل شوي دي. خو وروسته مو وموندل چي د دغه سلاکار دنده اته میاشتي دمخه پای ته رسېدلې وه او امریکا ته تللی دئ».

شاوخوا يو کال دمخه د سردار محمد دادو خان له پوځي روغتون څخه د څه نا څه ۴۲ ميلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د دارو درملو او ماشین آلاتو د تري تم کېدو خبر ورکړل سو، چي وروسته بيا د پوځ د صحي چارو عمومي رئیس جنرال یفتلي او د دفاع وزارت ځیني مفتشین او د روغتون کلیدي غړي له دندو لري کړل شول.

خو اوس د حکومت په وینا داسي ښکاري چي یاد کسان بې ګناه او یوازي د آوازو او ګنګوسو پر بنسټ له دندو لري کړای شوي دي او ځیني ئې مجازات کړل شوي هم دي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل