1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له ۶۰ زرو زيات مهاجر په سمندر اروپا ته تللي»

۱۳۹۶ خرداد ۷, یکشنبه

د مهاجرت نړيوال سازمان وايي چې د ۲۰۱۷م کال له پيله تر اوسه له ۶۰ زرو څخه زيات مهاجر د سمندر له لارې د اروپا سواحلو ته رسيدلي دي. یاده موده کې له يونيم زر څخه زيات کسان سنمدر کې مړه شوي هم دي.

https://p.dw.com/p/2dhaP
Mittelmeer - Flüchtlinge – Boot
انځور: Getty Images/AFP/A. Messinis

د نړيوالې ادارې (آي. او. ام) مسئولان وايي چې په روان ميلادي کال کې ۶۰۵۲۱ تنه مهاجر په سمندري لارو اروپا ته رسيدلي دي. د دغه سازمان په وينا له دغه شمير څخه ۸۰ سلنه يې په ايټاليا کې ميشت دي او پاتې نور يې يونان، قبرس او اسپانيې ته رسيدلي دي.

سمندري ژغورنکو د تيرې سه شنبې ورځې راپديخوا د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۶۰۰۰ مهاجر سمندر کې له ډوبيدو ژغورلي چې دا کسان د ملګرو ملتونو په تازه ارقامو کې شامل ندي.

د دغه سازمان د مسئولانو په وينا، د ۲۰۱۷ کال له پيله راپديخوا په مديترانې سمندرګې کې لږ تر لږه ۱۵۳۰ تنه مهاجر اروپا ته د تلو پر وخت اوبو کې مړه شوي دي. ډیری دغه کسان د ليبيا او سيسيليا ټاپو تر منځ اوبو کې مړه شوي دي. په دې ترتيب د روان کال د مړو په ارقامو کې د تيرکال همدې مودې په پرتله زياتوالی راغلی دی.

د ملګرو ملتونو د رپوټ پر اساس، د ۲۰۱۶ کال له جنورۍ تر می مياشتې پورې شاوخوا ۱۹۳۳۳۳ تنه مهاجر د سمندر له لارې اروپا ته رسيدلي وو او دغه راز ۱۳۹۸ تنه نور په اوبو کې مړه شوي ول.

د اسوشتيدپرس خبري آژانس په حواله، د اسپانيا سمندري ځواکونو په تيرو دوو ورځو کې ۳۸ تنه مهاجر په مديترانه سمندرګي کې له ډوبيدو ژغورلي دي. ويل شوي چې دغه مهاجر په دوو وړو قايقونو کې سپاره ول چې غوښتل يې ځانونه د اروپا سواحلو ته ورسوي.

د رپوټ پر اساس، په لمړني قايق کې ۲۷ نارينه او ۶ ښځې سپرې وې او دويمه کشتۍ چې د شنبې په ورځ ژغورل شوې په کې ۵ تنه نارينه سپاره ول. د رپوټ پر حواله ټول دغه ۳۸ تنه مهاجر اسپانيا ته رسول شوي دي چې د بشپړې روغتيا څخه برخمن دي.

هرکال په زرونو مهاجر اروپا ته د سفر په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکوي. دغه مهاجر دې لپاره چې اروپا کې يو آسوده ژوند ولري د سفر پر مهال هر ډول خطرونو په ځان مني. انساني قاچاقبران مهاجر په داسې کشتيو کې سپروي چې سمندري سفرونو لپاره وړ نه دي. ډیری مرګونې پيښې هم د همدې کشتيو د ډوبيدو له امله رامنځ ته کيږي.

Me/Rsh (AP,APE)

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (26.05.2016):