1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ۲۰۰۱ کال راهیسې د افغانستان جګړې سل زره کسان وژلي

اسوشیتد پرس/ مسعود جهش۱۳۹۴ خرداد ۱۲, سه‌شنبه

د براون پوهنتون له خوا په یوه خپور شوي رپوټ کې راغلي دي چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې روانې جګړې شاوخوا ۱۰۰۰۰۰ کسان وژلي دي. پر دې سربیره د همدې شمیر په شاوخوا کې نور کسان د دې جګړې له کبله ټپیان شوي هم دي.

https://p.dw.com/p/1FaXJ
انځور: STR/AFP/Getty Images

دغه رپوټ چې د «جګړې د بیې» تر عنوان لاندې خپور شوی دی، په افغانستان کې هغه وژنې، د وګړو ټپي کیدل او بې ځایه کیدل څیړي چې له جګړې سره تړاو لري. په څیړنه کې همداراز په پاکستان کې هم په دې موده کې د وژل شويو کسانو د شمیر په اړه معلومات خپاره شوي دي.

په دواړو هیوادونو کې د ملکي او پوځي تلفاتو شمیر ۱۴۹۰۰۰ تنو ته رسیږي. پر دې سربیره په دې موده کې ۱۶۲۰۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د رپوټ لیکوالې نیتا کراوفورد، ویلي دي چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان د جګړې د تلفاتو کچه هم لوړه شوې ده. هغې زیاته کړې ده چې لا تر اوسه ‎پورې د افغانستان جګړه پای ته نه ده رسیدلې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې ویلي دي چې د ۲۰۱۵ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د ملکي تلفاتو کچه د تیر کال همدې موده په پرتله ۱۶ سلنه لوړه شوې ده. ملګرو ملتونو زیاته کړې ده چې په دې موده کې ۹۷۴ کسان وژل شوي او ۱۹۶۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

کراوفورد ویلي دي چې د پوځيانو د وژنې په اړه دقیق معلومات ثبتیږي خو د ملکي تلفاتو دقیق معلومات ترلاسه کول ستونزمن کار دی. هغې ویلي دي چې په رپوټ کې یې وړاندې شوې شمیرې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستې نمایندگۍ یا «یوناما» او نورو ادارو د معلوماتو پر اساس دي.

په رپوټ کې راغلي دي چې ډیر شمیر ملکي کسانو په افغانستان کې تر ۲۰۰۷ کال وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړ. رپوټ زیاتوي چې یوناما د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ کلونو تر منځ د ۱۷۷۰۰ ملکي وګړو وژنه تایید کړې ده. رپوټ روښانه کړې ده چې ډیر شمیر ملکي وګړي د یاغیانو له خوا وژل کیږي.

د رپوټ په حواله له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې ۲۶۲۷۰ ملکي وګړي مستقیما د جگړو په نتیجه وژل شوي ۲۹۹۰۰ تنه نور بیا ټپیان دي. د جګړې د ټولو قربانیانو په ډله کې ملکي وګړي، طالبان، نورې یاغي ډلې، امنیتي ځواکونه، بهرني سرتیري، مرستندویه کارکوونکي او خبریالان شامل دي.

کراوفورد ویلي دي چې له ۲۰۰۸ کال راهیسې په افغانستان کې د ملکې وګړو د تلفاتو کچه مخ له لوړیدو ده. هغه زیاته کړې ده چې اوس یاغیان د ملکي وګړو او پوځیانو تر منځ توپیر نه کوي.