له یونان څخه بیا د سپما د پروگرامونو د عملي کولو غوښتنه وشوه
۱۳۹۱ مرداد ۷, شنبهاعلان
نړیوالو پور ورکوونکو هیوادونو د یونان صدراعظم انتونیوس سماراس، ته ویلي دي چې که چیرې یونان د پورونو نور قسطونه تر لاسه کول غواړي نو باید په لگښتونو کې د سپما ریفرمونه رامنځ ته کړي.
د اروپایي ټولنې، نړیوال وجهي صندوق او د اروپا د مرکزي بانک څارونکي څو ورځې وړاندې یونان ته تللي ول چې د دغه هیواد د سپما پروگرامونه وارزوي.
د سماراس په مشري ائتلافي دولت چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې جوړ شوی دئ له سختو فشارونو سره مخ دئ چې د سپما په برخه کې پخوانې ژمنې عملي کړي. دغو څارونکو یونان ته خبرداری ورکړی دئ چې که چیرې ریفورمونه عملي نه کړي نو ښایي د مرستو له تر لاسه کولو څخه محروم شي.