1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

له یمن څخه یو ځل بیا پر امریکايي بیړۍ برید شوی

۱۳۹۵ مهر ۲۵, یکشنبه

دغه بیړۍ USS Mason نومیږي او یو ځل بیا په سره سمندر کې د توغندیو له برید سره مخامخ شوې ده. په همدې ورځ ‎دوه امریکایي برمته شوي وګړي له یمن څخه د دیپلوماتیکو مذاکراتو په پایله کې آزاد شوي دي.

https://p.dw.com/p/2RH6L
Kampf gegen den Terrorismus im Jemen
انځور: picture-alliance/dpa

د شنبې په ورځ په سره سمندر کې پر دغې امریکایي بیړۍ باندې څو کروز توغندي وتوغول شول خو د امریکا متحده ایالاتو د سمندري عملیابو مشر ادم جان ریچردسن، ویلي دي چې توغندي پر امریکایي بیړۍ نه دي لګیدلي.

دا له یوې اوونۍ څخه په لږ وخت کې پر دې امریکایي بیړۍ باندې دریم برید دی. د چارواکو په خبره توغندي د یمن له هغو سیمو څخه  توغول کیږي چې حوثي یاغیان پرې ولکه لري. حوثي یاغیانو بیا پر امریکايي بیړیو باندې په برید کې لاس لرل رد کړي دي.

امریکایي چارواکو ویلي دي چې ځواکونو یې د دغو بریدونو ځواب په یمن کې د رادار د درو مرکزونو له په نښه کولو سره ورکړی دی. ویل شوي دي چې په تیرو بریدونو کې له رادار مرکزونو څخه کار اخیستل شوی وو.

برمته شوي کسان آزاد شوي دي

له بلې خوا بیا حوثي یاغیانو د شنبې په ورځ تر اوږدو او مغلقو مذاکراتو وروسته دوه امريکایي برمته نیول شوي کسان آزاد کړي دي.

د دغو امریکایانو د آزادولو په بدل کې یو شمیر هغه یمني وګړي چې د سعودي عربستان په مشري هوایي بمباريو کې ټپیان شوي وو، د عمان یوه روغتون ته لیږدول شوي دي. د تیرې اوونۍ په دغه هوایي برید کې شاوخوا ۱۴۰ کسان ووژل شول. برید د جنازي پر مراسمو ترسره شوی وو خو وروسته بیا روښانه شوه چې الوتکو د ناقصو استخباراتي معلوماتو له مخې بریدونه کړي وو.

له بلې خوا د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، ویلي دي چې هیواد یې له څو ورځو راهیسې د داسې یوه اوربند پر رامنځ ته کولو باندې کار کوي چې په پایله کې به یې حوثي یاغیان او د سعودي عربستان تر ملاتړ لاندې د یمن د پخواني ولسمشر پلوي ځواکونه، یو له بل سره د سولې د یوه تړون په اړه بحثونه پیل کړي.